افغانستانخبرتیاوی او پیغامونه

د “خوځښت” په نوم خبري او تحلیلي ویبپاڼه پر لیکه شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۹ل): د khwazasht.com په نوم په پښتو ژبه خبري او تحلیلي ویبپاڼه نن د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې په ورځ پر لیکه شوه او پر خپرونو یې پیل وکړ.

د خوځښت ټکی کام ویبپاڼې له لوري رسنیو ته په لېږل شوي خبر کې ویل شوي، چې “خوځښت” یوه ناپېيلې خبري او تحلیلي خپلواکه پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د نړۍ په هر هېواد کې هېوادوالو ته د سیمې، نړۍ او کورنیو ورځنیو پېښو په اړه خبر ورکوي، په اړه یې د کارپوهانو اندونه او تحلیلونه په بې پرې ډول چمتو کوي او د ولس رښتینی غږ پورته کوي.

د “خوځښت” هڅه داده، چې په هېواد کې د روانې جګړې له دواړو لوریو په بې پلوۍ د پېښې کره خبر ترلاسه کړي، په اړه یې شننه وکړي او خپور یې کړي؛ ترڅو هېوادوال له رښتینو واقعتونو خبر کړي.

“خوځښت” د هېواد روان کړکېچن سیاسي بحران له کارپوهانو سره د افغاني ملي سیاست پر بنسټ څېړي او د رغنده سیاست لوری هېوادوالو ته ور په ګوته کوي.

“خوځښت” په بې پلوۍ په هېواد کې معلومات راټولول او خپرول خپله رسنیزه دنده بولي.

یادې ویبپاڼې له خپلو خپرونو سره یوځای د فیسبوک او ټویټر پاڼې هم پیل کړي.

د خوځښت ټویټر پاڼه په لاندیني نوم موندلای شئ:

@khwazasht93

د خوځښت فیسبوک پاڼه په لاندیني لینک کې:

https://www.facebook.com/khwazasht93/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

پدی ویب پاڼه کی هغه خلک اشتراک کولای سی چه ښه درواغ یی زده وی دغنی منافق ،وطن فروش دملت قاتل حمایت کروی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx