ټولنیزه برخه

د خپلواکۍ ارزښت

حشمت الله همت

خپلواکي د الله(ﷻ) له لوري هغه عظیم او ستر نعمت او لورینه ده، چې په لرلو سره یې انساني ژوند او ټولنه ورځ تر بلې پرمختګ کوي اوپه برکت یې انسان د خپل ژوند د هیلو ثمره ترلاسه کولای شي.

انسان آزاد زېږېدلی او د آزاد ژوند کولو حق لري.
د ژوند خواږه او جواهر هغه مهال څرګندېږي، چې انسان بشپړه خپلواکي ولري.

خپلواکي او آزادي د انسان په ژوند کې عظیم ارزښت او اهمیت لري، آن تر دې چې پاترېک هېنري له ناخپلواک ژوند څخه مرګ غوره ګڼه او آزدي یې د ژوند للمې ته شړکنده باران ګڼه.
د یو ملت تر ټولو ستره سرمایه د هغه ملت آزادي ده او هوسا آرامه او پرمختللی ژوند د آزادۍ پر مټ ترلاسه کېږي.

آزدي د ملتونو د پرمختګ وسیله ده او د ژوند ټولې چارې د آزادۍ په سیوري کې حل کېدلی او ترلاسه کېدلی شي؛ ځکه که یو ملت تر خپلواکۍ بل څه غوره وګڼي؛ هر څه له لاسه ورکوي او یا هم له چا نه، چې ازادي واخستل شي، داسې ده لکه هر څه، چې ورځنې واخستل شو.

خپلواک اوسېدل يو عمل پخپله خوښه، پرته د بل چا له لاسوهنې او مداخلې ترسره کول دي اویا هم آزادي په خپله اراده او خوښه د یوه کار تر سره کولو او په اړه یې تصمیم نیولو ته وايي.

خپلواکي د هغو پرېکړو عملي کولو ته وایي، چې یو فرد یا ټولنه یې په خپلې ارادې سره نیسي. که د یو انسان وینا، کړنې او ټولې پرېکړي د کوم شخص یا فکري ادارې په محدويت کې وي؛ نو د بشپړې خپلواکۍ اطلاق پرې نشي کېدلی او لکه څنګه، چې نابغه سید جمال الدین افغان وایي: آزادي نه ورکول کېږي؛ بلکې اخیستل کېږي؛ نو دغه ډول شخص باید د خپلې آزادۍ لپاره هر ډول قرباني پر ځان ومني او دغه ستر نعمت لاسته راوړي.

که د آزادۍ پر ارزښت او اهمیت هر څومره وغږېږو، بیا هم کمه ده؛ نو ویلی شو، چې:
خپلواكي هوسا او ارامه ژوند تېرول دي. خپلواکي پرمختګ دی. خپلواكي د هر ويښ ولس د وجود ساه ده. خپلواکي خپلو هيلو ته رسېدل دي.

خپلواکي د روښانه راتلونکي زېری دی. او بلاخره خپلواکي د ژوند له مزایاوو خوند اخستل دي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx