افغانستان

بلخ او پکتیا کې ۷۲ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله کې تازه په بلخ او پکتیا ولایتونو کې ۷۲ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې تسلیم شوو دولتی عسکرو کې ۶۴ تنه یې د بلخ ولایت زارع، کشنده، دولت آباد، خاص بلخ، کلدار او شولګرو ولسوالیو مربوط دي:

« د بلخ ولایت زارع، کشنده، دولت آباد، خاص بلخ، کلدار او شولګرې ولسوالیو په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۶۴ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د د عوت او ارشاد مسئولینو په هلو ځلو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یو ځای شول.»

په یوه جلا ټویټ کې تیر ماخوستن طالب ویاند څرګنده کړې چې د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې هم ۸ تنه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي:

«نن د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۸ تنه عسکر او پولیس(عبدالحق، کریم، حکیم خان، عبدالمتین، رحیم، عیدمحمد، زیرمت خان او وردګ)»

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ مه د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک او دولتي عسکرو ته د طالبانو د مشر لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ لړۍ چټکه شوې ده، تیره میاشت هم سلګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx