نظــر

د استقلال سرګذشت

قاري عبدالستار سعید

درنو او قدرمنو لوستونکو!

د روان لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۸ مه نیټه د افغانستان استقلال ۱۰۱ کلن شو. څه باندې یوه پیړۍ وړاندې زموږ غیرتمنو اسلافو د خپل ایمان او تورې په قوت له انګریزي ښکیلاکه د هیواد آزادي اخیستې وه. دا چې زموږ استقلال د انګریزانو لخوا څرنګه غصب شو؟ انګریزانو څرنګه په افغانستان یرغل وکړ او بیا زموږ اولس څرنګه جهاد وکړ او خپل سلب شوی استقلال یې ترلاسه کړ. دې تاریخي پس منظر ته لنډه کتنه کوو. هیله ده چې د موضوع په روښانه کولو کې به مفید واقع شي.

درنو لوستونکو!

په ۱۷۴۷ میلادی کال احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنسټ کیښود، او په ۲۶ کلنه پاچاهۍ کې یې د افغانستان حدود په لویدیځ کې تر مشهد، به جنوب کې تر بحر عرب ، په ختیځ کې له لاهور ورتېر تر سرهند او او په شمال کې تر بخارا وغځول.

د احمد شاه بابا زامنو او لمسیانو د نولسمې پیړۍ تر لومړیو د افغانستان حدود وساتل، خو دغه لوی کور هغه وخت له ګواښ سره مخ شو چې په کور دننه سدوزي شهزادګان لومړی یو له بله او وروسته له محمدزو سردارانو سره په جګړو واوښتل.

انګریزي استعمار

انګلستان یا برتانیه د اروپا په شمال غرب کې یوه جزیره ده، څلور پیړۍ وړاندې د اروپایي استعمار له پیل سره د دي جزیري اوسیدونکو(انګریزانو) هم د بیلابیلو هیوادونو اشغال پيل کړ، دوی د امریکا، افریقا، استرالیا او نورو سیمو په شان د هند خوا ته هم مخه کړه، د اتلسمې پیړۍ پر اوږدو کې انګریزان د هند له جنوب څخه د شمال او غرب پر خوا مسلسل د پرمختګ په حال کې و، دوی په میسور او دکن کې د مسلمانانو واکمنۍ ونړولې او دا سیمې یې اشغال کړې. دغه وخت چې د هند بابري حکومت وروستۍ سلګۍ وهلي په بر صغیر کې انګریزان او د رنجیت سنګهـ په مشرۍ سیکان د دوو مطرحو قوتونو په حیث واکمن ول چې د مسلمانانو ځپلو ته سره یو موټی او د افغانستان اشغال یې مشترک ارمان و. انګریزانو غوښتل د نورو اشغال شویو سیمو په شان د مسلمانانو په دې وروستي سنګر (افغانستان) هم خپله د اشغال، استثمار او تنصیر عملیه ترسره کړي او دغه د غیرتي مسلمانانو ټاټوبی د خپلو مستعمراتو په لست کې اضافه کړي.

د انګریزانو لومړی یرغل

په ۱۸۱۸ م کال کې د احمد شاه بابا د کړوسي شهزاده کامران په لاس د محمدزو د مشر وزیر فتح خان وژل کیدو په افغانستان کې لویه داخلي نزاع رامنځته کړه،د محمدزو کورنۍ د احمد شاه بابا له وخته په حکومت پراخ نفوذ درلود، وزیر فتح خان د احمد شاه بابا د لمسي شاه محمود په زمانه کې د لومړي وزیر په حیث وظیفه اجراء کوله او خپل وروڼه یې په ټولو ولایاتو والیان ټاکلي وو. د وزیر فتح خان ډيرو اختیاراتو د شهزاده کامران کینه وپاروله، نوموړي ته یې دسیسه جوړه کړه او وزیر فتح خان یې وواژه، د وزیر فتح خان په وژل کیدو یې وروڼو قیام وکړ او له هرات پرته ټولې سیمې یې د احمد شاه بابا له لمسیانو( سدوزیو شهزادګانو) څخه ونیولې چې په دې ډول د افغانستان واکمني له سدوزیانو څخه محمدزیانو ته نقل او د وزیر فتح خان ورور،  امیر دوست محمد خان د کابل حاکم شو.

انګریزانو دا فرصت غنیمت وباله او له سکهانو سره په ګډه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخلې پيل کړې، د سدوزیانو له ډلې شاه شجاع د خپلې بایللې پاچاهۍ د ترلاسه کولو لپاره انګریزانو او سیکانو ته مراجعه وکړه، تر څو ورته خپله موروثي پاچاهي وګټي. انګریزانو هم په افغانستان د برید لپاره همدومره بهانه غوښته، نو ځکه یې په ۱۸۳۹ کال کې یې شا شجاع ته د پلرنۍ پاچاهي ګټل بهانه کړل او یو لوی لښکر یې د افغانستان د اشغال په اراده روان کړ. دغه لښکر چې یوازې د مسلحو عسکرو شمیر یې تر ۵۴۱۵۰ تنو رسیده په لسګونه زره اوښانو، جنګي آسونو، فیلانو او د توپونو په شمول په پرمختللیو وسلو مجهز و.  انګریزي لښکر چې شاشجاع، الکساندر برنس او انګریز سفیر مکناټن هم په کې و، له هند څخه د شکار پور په لاره بلوچستان او له هغه ځایه کندهار ته داخل شو، د کندهار له نیولو وروسته یې د غزني پرخوا مخه کړه، که څه هم د لارې په اوږدو کې ورباندې افغان غازیانو بریدونه کول خو د  ۱۸۳۹ کال په اګست کې دغه انګریزي لښکر کابل ته ورسید، شاشجاع یې د ګوډاګي حاکم په حیث پاچا اعلان کړ او د هیواد چارې انګریزانو په لاس کې واخیستې.

انګریزان چې له خورا ستر قوت سره افغانستان ته راغلي وو په کندهار، غزني او جلال اباد کې یې کيمپونه جوړ کړل خو تر ټولو ستر مرکز یې په کابل کې و. د اشغال له پیل سره د افغانستان علماء کرامو د کافرو اشغالګرو پر خلاف د جهاد فتوی صادره کړه، علماء کرام په کلیو او ښارونو کې ګرځیدل، خلک یې جهادي قیام ته بلل او غوښتنه یې ترې کوله چې له انګریزانو ځان لرې وساتي او هیڅ نوع معامله ورسره ونکړي.

په دې ډول د هیواد له مختلفو سیمو د جهادي پاڅون بیرغونه راپورته شول، د جهادي پاڅون سرلاري غازي عبدالله خان اڅکزی، نائب امین الله لوګری،وزیر محمد اکبر خان، میر مسجدي خان، غازي  محراب خان بلوڅ، محمد شاه خان بابکر خېل او ګڼ نور مجاهدین ول. دوی په کابل او نورو سیمو کې په انګریزي اشغالګرو بریدونه پيل کړل، مکناټن د وزیر اکبر خان لخوا ووژل شو، الکساند برنس په خپل کور کې ووژل شو انګریزي لښکر چې شمیر یې ۱۷ زره کسانو ته رسیدو په وارخطا حالت یې د لته بند پر لار د ننګرهار پر خوا مخه کړه تر څو د خیبر له درې پیښور ته وتښتي، خو افغان غازیانو د انګریز لښکر د لته بند په درو کې راګیر او ټول یې تر تېغ تېر کړ، له انګریزي لښکره یوازې ډاکټر برایډن په زخمي حالت کې جلال اباد ته ورسید. د انګریزانو له شکست وروسته افغان غازیانو د دوی ګوډاګی شاشجاع هم د کابل له بالاحصاره د تیښتې په وخت وواژه، په دې ډول انګریزانو په افغانستان په خپل لومړي یرغل کې داسې تاریخي ګوزار وخوړ چې بیا یې تر ډیره وخته د افغانستان پر خوا د چپ کتلو جرأت ونکړای شو.

د انګریزانو دوهم یرغل

په ۱۸۷۹ میلادي کال کې چې په افغانستان د امیر شیرعلي خان پاچاهي وه، انګریزانو غوښتل د افغانستان استقلال نقض او د دې هیواد د بهرني سیاست اختیار په خپل لاس کې وساتي. امیر شیرعلي خان د خپلواک مزاج خاوند و نو ځکه یي د انګریز فرمایشات نه منل. په پای کې خبره جګړې ته ورسیده او انګریزانو د ننګرهار، پکتیا او کندهار له اړخونو له لسګونه زره مجهز پوځ سره په افغانستان برید وکړ. د افغانستان جنوبي او ختيځې سیمې یې اشغال کړې. امیر شیرعلي خان له روسانو د مرستې ترلاسه کولو په مقصد شمال خواته وخوځید چې بلخ ته په رسیدو ناروغ او وفات شو. د نوموړي له وفات وروسته یې په ذهني لحاظ معلول زوی یعقوب خان چې د پلار لخوا بندي شوی و، خلکو پاچا کړ. انګریزانو چې کابل یې عملا اشغال کړی و، یعقوب خان یې جبرا له ځان سره د ګندمک سیمې ته بوت او هلته یي د غلامۍ تړون ورباندې امضاء کړ. د دې تړون له مخې یعقوب خان نه یوازې د لوی افغانستان یا احمدشاهي امپراطورۍ د غصب شویو ځمکو له دعوې منصرف شو، بلکې انګریزانو ورباندې دا هم ومنله چې د افغانستان بهرنی سیاست به د انګریزانو په خوښه ټاکل کیږي او افغان حکومت نه شي کولای د انګریز له خوښې پرته له چا سره دوستي یا دښمني وکړي.

له همدي وخته د افغانستان سیاسي استقلال سلب شو، له یعقوب خان وروسته د امیر عبدالرحمن او حبیب الله خان په دور کې هم د افغانستان واکمنو ځانونه د ګندمک تړون ته ژمن بلل، خارجي سیاست یې د انګریز تابع و او انګریزانو په مقابل کې کلنی معاش ورکاوه. تر دې چې د ګندمک له تړون څخه څلویښت کاله بعد په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د حبیب الله خان له مرګ وروسته افغان ولس د انګریز پر خلاف جهاد اعلان کړ او بشپړ استقلال یې ترې ترلاسه کړ.  دا چې دا استقلال څرنګه ترلاسه شو دې ته به وروسته راشو دلته به د افغان ــ انګلیس دوهم جنګ او له هغه وروسته جریاناتو ته لنډه اشاره وکړو.

پر افغانستان د انګریزانو له دوهم یرغل او د ګندمک د تړون له امضاء کولو سره زموږ هیواد په بشپړ ډول د انګریزانو لاس ته ولوید. د یعقوب خان په مشرۍ د هیواد سیاسي قشر د اوسنیو امریکایي ګوډاګیانو په شان د اشغالګرو اړخ ونیو، ظاهرا د اوسني اشرف غني په شان یعقوب خان پادشاه ګڼل کیده، خو په واقعیت کې د هیواد چارې د انګریزي سفیر کیوناري لخوا اداره کیدلې.

د انګریز د دوهم یرغل په وړاندې د افغانستان علماء کرامو، غازیانو او عام مؤمن اولس د جهاد بیرغ پورته کړ، د وخت ستر غازیان او علماء کرام لکه محمد جان خان وردګ، ملا مشک عالم، میر بچه خان کوهدامنی، مولانا عبدالغفور لنګري، غلام حیدر خان چرخي، د موسهي فیض محمد صاحبزاده او نور و مخکښو مجاهدینو د اشغال پر ضد مسلح جهاد پیل کړ. دغه جهادي پاڅون هغه وخت اوج ته ورسید کله چې په کابل کې یوه ډله افغان عسکرو اړخ بدل او د انګریزانو په سفارت یې برید وکړ. په دې برید کې د انګریزي سفیر کیوناري په شمول د سفارت ۱۲۳ تنه کارکوونکي ووژل شول او سفارت په بشپړه توګه وسوځول شو. انګریزانو د جهادي پاڅون د ماتولو په مقصد افغانستان ته نور عسکر راوستل. خو دغه وخت قیام سرتاسري شوی و، د هرات له اړخه د امیر شیرعلي خان زوی غازي ایوب خان په کندهار برید وکړ او د میوند په غزا کې یې انګریزانو ته عبرتناک شکست ورکړ.  انګریزان چې د پوځي اشغال پلان یې شکست خوړلی و، خپل دوهم پلان یې رامخکې کړ او هغه دا چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي خو دلته خپل یو داسې حلقه بګوش اجیر پریږدي چې د افغانستان په نسبت د انګریز ګټو ته وفادار وي او د ګندمک تړون ته تعهد ولري.

په دې ډول انګریزانو د یعقوب خان پر ځای امیر عبدالرحمن ته مخه ورکړه چې د افغانستان واک په لاس کې واخلي. امیر عبدالرحمن له انګریزانو سره د ګندمک تړون ومانه، انګریزانو له افغانستان څخه خپل پوځیان وایستل خو د افغان ولس د بشپړ استقلال ارمان ترسره نه شو. امیر عبدالرحمن چې له انګریزانو یې کلنی معاش اخیست، د هیواد سیاسي اختیار په خاص ډول بهرنی سیاست یې تر انګریزانو تړلی و. نوموړي د انګریزانو په اشاره هغه غازیان زندانيان، تبعید او یا شهیدان کړل چې د استقلال ارمان یې درلود او د دوهم انګریزي یرغل په وخت یې جهاد کړی و.

د امیر عبدالرحمن او حبیب الله خان په څلویښت کلنه واکمني کې په مسلسل ډول د انګریز له نامرئي اشغاله  د استقلال هڅې روانې وې، دغه کوښښونه کله د مسلحو قیامونو په شکل وو، چې امیر عبدالرحمن د انګریزانو په مرسته ځپل، او کله هم د مولانا سرور واصف کندهاري، مولاناعبدالواسع، مولانا غلام محي الدین افغان او نورو  لومړنیو مشروطه غوښتونکو د سیاسي مبارزې په شکل، چې دغه مبارزین هم مستبدو حاکمانو په فجیعانه ډول له منځه وړل.

د دوهم نړیوال جنګ پر مهال چې انګریز له جرمني او عثماني خلافت سره په جګړو کې مشغول او ځواک یې تقسیم او کمزوری شو، په وړاندې یې په مختلفو سیمو کې ازادي غوښتونکي قیامونه پیل شول. د افغان مجاهد اولس علماء کرامو، غازیانو او په آزادۍ مینو سیاسي مشرانو همدا فرصت غنیمت وګاڼه او په ۱۹۱۹ میلادي کال کې یې د امیر حبیب الله له مرګ وروسته د انګریز پر خلاف مسلح جهاد اعلان کړ.

د خپلواکۍ جګړه

د افغانستان مجاهد اولس له پیله د خپلواکۍ اخیستلو جهاد ته امادګي درلوده،خو په وړاندې یې سیاسي قیادت مانع و. د امیر حبیب الله له مرګ وروسته د افغان اولس متنقذینو او علماء کرامو امان الله خان په دې شرط پاچا کړ چې د انګریز په خلاف به جهاد اعلانوي او بشپړه خپلواکي به ترلاسه کوي. په دې ډول د انګریز پر خلاف د جهاد او آزادۍ ګټلو خوځښت پیل شو. په اولس کې د جهادي جذبې د بیدارولو لپاره علماء کرام وټاکل شول، په دې لړ کې د مشرقي ولایاتو لپاره د ترنګزو حاجي صاحب مولانا فضل واحد او د چکنورملا صاحب، د جنوب شرقي محاذ یا لویې پکتیا لپاره د شوربازار حضرت صاحبان شمس المشائخ فضل محمد مجددي او نور المشائخ فضل عمر مجددي او د لوی کندهار لپاره د خرقې شریفې متولي مولوي عبدالحمید الکوزی او مولوي صالح محمد اخندزاده تعین شول.

د ۱۹۱۹ میلادي کال په می میاشت کې د ننګرهار، پکتیا او کندهار په محاذونو کې افغان غازیانو انګریزي عسکرو بریدونه پيل کړل. جنګ په څو خواوو کې پيل شو خو د ثقل نقطه یې د پکتیا محاذ و، د دې محاذ مشري د سپهسالار نادر خان په غاړه وه چې د شوربازار حضرت فضل عمر مجددي صاحب ورسره همکار و. افغان غازیان د واڼه، پیواړ او کورمې په استقامتونو انګریزي لښکرو ته غوڅ شکست ورکړ، د ټل ښار یې ونیو او د دې ښار په ختیځ کې د انګریزانو لوی مرکز یې محاصره کړ. د ټل سقوط انګریزان سخت وارخطا کړل او په دې ویره کې شول چې نورې سیمې به هم د افغان غازیانو لاس ته ولویږي نو ځکه یې د زور په ځای د زاریو لار ونیوه.افغان حکومت ته یې د جنګ بندۍ خواست وکړ او وعده یې وکړه چې د افغان اولس هر وړ غوښتنې به ومني. په دې ډول انګریزان چې پوره څلویښت کاله یې زموږ هیواد تر نامرئي اشغال لاندې ساتلی و، د مسلح جهاد به برکت د غرور له تخت رانسکور او له اوس څخه پوره سل کاله پخوا د ۱۲۹۸ هجري شمسي کال د اسد په ۲۸ مه نیټه یې د افغانستان بشپړ استقلال په رسمیت وپیژاند.

زموږ مجاهد اولس په داسې حال کې له انګریزانو بشپړ استقلال واخیست چې د عثماني دولت له ملحقاتو پرته ټوله اسلامي نړۍ د اروپایانو تر اشغال لاندې وه. خو دا زموږ په مسلمان ملت د الله تعالی ځانګړی احسان و چې تر نورو وړاندې یې د حریت له نعمت څخه برخمن کړل.

۱۰۱ کاله مخکې د افغانستان له خپلواکۍ وروسته تر څو لسیزو په بشپړ ډول خپلواک و، تر دې چې په د ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږمه شوروي یرغلګرو زموږ په هیواد برید وکړ او افغانستان یې اشغال کړ. زموږ ملت د شورویانو او کمونیستي ګوډاګیان پر خلاف ۱۴ کاله جهاد وکړ  تر دې چې یو ځل بیا یې د یونیم میلیون شهیدانو په ورکولو سره کفري یرغلګر مات او خپل استقلال یې خوندي کړ.

له هغه وروسته په ۲۰۰۱ م کال کې امریکایانو او د ناټو اشغالګرو پر افغانستان حمله وکړه،اسلامي نظام یي ونړاوه، خپلواکي یې سلب او زموږ د هیواد ځمکې او فضا اختیار یې په لاس کې واخیست. د دې عصر ګوډاګیانو حامد کرزي، اشرف غني او نورو کټ مټ د شاشجاع او ببرک کارمل په شان د اشغالګرو اړخ ونیو. خو د غیرتي اولس زړورو بچیانو ( طالبانو، علماء کرامو او عامو مجاهدینو) د خپلو مجاهدو اسلافو په شان د اشغالګرو پر ضد د جهاد بیرغ پورته کړ. خپل سرونه یې د في سبیل الله جهاد په لاره کې قرباني کړل او دا دی د اتلسو کلونو له تیریدو وروسته هم په برحقه جهادي مبارزه بوخت دي.  او نور ان شاءالله هغه وخت را رسیدلی چې د انګریزانو په شان د امریکایي اشغالګرو غرور هم مات او د متارکې او جنګ بندۍ زارۍ یې پيل کړي دي.

په پای کې خپل مجاهد ملت ته له انګریزي ښکیلاکه د ازادۍ د یو سل او یوومې کلیزې په مناسبت مبارکي وایو او زیری ورکوو چې ان شاءالله هغه وخت رانږدې دي چې زموږ په ویاړمن تقویم کې له امریکایي ښکیلاکه دازادۍ اخیستلو ورځ هم ور اضافه او مؤمن ملت مو یو ځل بیا د واقعي استقلال له نعمت څخه برخمن شي. ان شاءالله

و ما ذالک علی الله بعزیز

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx