افغانستانسولې اړوند خبرونه

مطمئن: که بین الافغاني مذاکراتو کې ټول جهتونه ور ګډ نشي، نه بریالي کېږي/ويډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د هیواد پېژندل شوی سیاسي شنونکی او سوله ییز فعال «نظر محمد مطمئن» وايي، که په بین الافغاني مذاکراتو کې ټول جهتونه ور شریک نکړل شي، یاد مذاکرات به بریالي نشي.

مطمئن دغه څرګندونې د «سولې او ملي وحدت جبهې» په پرانیستغونډه کې کړې. نوموړي ویلي «تر څو چې بین الافغاني مذاکرات « همه شموله نه وي» او ټول سیاسي احزاب، ټول سیاسي شخصیتونه، حکومت او طالبان په سوله کې برخه ونلري، زه فکر کوم چې بیا به هم مذاکرات کامیابه نه وي، لکه د مجاهدینو په وخت کې چې داسې ستونزې وې.»

نوموړي ددې تر څنګ د سولې لپاره اوسنی فرصت «زرین فرصت» بولي؛ خو په خبره یې که دا فرصت له لاسه ورکړو، د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې باید څلوېښت کاله نور  انتظار وکړو «که چېرې اوسنی فرصت له لاسه ورکوو، بیا به څلوېښت کاله داسې زرین فرصت نه راوړو، ځکه چې ګاونډي هیوادونه، سیمه، نړۍ، افغانان، احزاب او جهتونه سوله غواړي.»

مطمئن چې له اوږدې مودې راهیسې د رسنیو له سترګو پناه و او څو میاشتې وړاندې يې د وژلو ناکامه هڅه هم شوې وه، یو شمېر جهتونه د سولې د هڅو په سبوتاژ تورنوي او په خبره یې  هر هغه څوک چې د ریښتیني سولې غږ اوچتوي، وهل کېږي او یا هم له هیواده «هجرت» کولو ته اړ ایستل کېږي.

نوموړي ددې تر څنګ د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې د فرانسې او اسټرالیا نیوکې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده مداخله بولي او تر څنګ یې طالبانو ته هم توصیه لري، چې  د مذاکراتو له لارې نظام جوړ کړي او هڅه دې نه کوي، حکومت په زور ونیسي.

د مطمئن پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې حکومت د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د اشرف غني تر ژمنې وروسته هم د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ درولې چې ورسره جوخت بین الافغاني مذاکرات هم تر نامعلومې مودې ځنډېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هادی هلال

سولی ته الله خیر ویلی دی او سوله د ټولو هیواد والو غوښتنه ده. که سوله رښتیا دواړه خوای غواړی لومړی باید جنګ بند شی. او الله اتکا وکړی او دخلکو له وزلو ډه ده و کړی. که رښتیا ووایم زه خو پردغه لړلی مطمین هم یقین نه لرم. ده هم ددغه دولت ډوډی خوړلی ده. منافقت به یی زه ده وی.

جمیل

مطمئن صاحب معقوله او ښه غوښتنه کړیده ، باید توجه ورته وسی ، او دا ټولی خواوی باید د قطر د دولت سره اړیکی ټینګی کړی چی ټولو خواووته د ګډون ځای ورکړل سی .

الحاج استاذ بیانزی

انجینر صاحب ، د نورو خبرو سره دی موافق یم مګر د بین الافغانی خبرو د پاره د غلامو ګوندونو ، حکومتی غلامان او داسی نور چه جیبونه یی په امریکایی ډالرو دک دی ، له الله ج یی دجال ته پناه وړی هغوی ته د افغان او مسلمان څه چه د انسان ویل ناسمه او ناروا خبره ده . هو، مجبوریت جلا خبره ده د زوراورو اوبه به مخ نیغه هم ځی ، د ترمپ او دوستم تر منځ څه توپیر دی د غنی او نجیب ترمنځ څه توپیر دی که غنی یا د غنی ټیم یا تش په… نور لوستل »

عبدالواحد

دکمونسټانواومسلمانانوروغه داوراواوبویوځای کول دی بیله جهاده لکه دخومینی اوشاه ترمنځ مقاومت بله لار زماپه نظرنه راځی یابه دحافظ اسددحکومت حالت واقع کیږی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x