نظــر

نظامي ډلې؛ او له سیاسي مدار وتلی افغانستان!

استاد محمد زمان مزمل

د خلق او پرچم مشرانو ډیره ژوره اشتباه وکړه چې د جمهوریت د ګدۍ او د درانه افغانستان له سیاسي مدار نه یې د هغه سردار پر ضد نظامي کودتاه تنظیم کړه چې هغه د ۱۹۳۷م کال نه تر ۱۹۴۲کال پورې پخپله ځوانۍ کې او د نړیوالۍ دویمې جګړې له پیله تر پایه د هغه افغانستان په سیاست کې فعاله موحره وه چې کله یې د نړیوال جنګي شرایطو نه په استفاده غوښتل په تاجکستان کې مداخله وکړي خیوه او بخارا د افغانستان برخه کړي او کله یې غوښتل چې د محور دولتونو په همکارۍ د شرق پښتانه د پرنګیانو پر ضد تر کشمیره مسلط کړي او په همدې موخه یې څو ځله د یوې ملي جذبې له مخې او لوی افغانستان په هیله د خپل تره ځوی او ترونو پر ضد په همدې ارمان کودتاه کوله ولې د محور دولتونو پکې د امان الله خان د بیا راوستلو ستونزه درلودله.

د خلق او پرچم مشرانو د ټیټو سویې د ظابطانو نه په بده استفاده ارګ له همدغسې یو سردار نه محروم کړ هغه چې غوښتل یې خپله تېره غلطي یعنې د شوروي د پوښښ لاندې شوی افغانستان ګاونډیانو ایران او پاکستان بلکې سعودي او امریکا سره په یوه متوازن سیاست کې هاغه د ۱۹۳۷کال او ۱۹۴۲ تر منځ افغانستان ته بوځي.

د خلق او پرچم مشران په یوه ټیټه کبریا کې د نادري کورنۍ ارګ ته ننوتل ولې د څوارلسو میاشتو دننه یې پخپلو کې سرونه وخوړل.
اوس هم چې زه ددغو خلقي دوستانو د مشرانو مصاحبې او مرکې اورم هغوی ددې پر ځای چې په خپلو غلطیو اعتراف وکړي د امریکا پدې غوبل دیموکراسۍ کې هغوی اوس هم نیمه نیشه غږیږي بیاهم په دوی کې هوښیار نجیب د ببرک تر حد زیاته غلامه جناح د صحنې لرې کړه او خپل مخامخ ملي مصالحې ته ولاړ ښه پکې وچلید او تر پنځوسو زیات تماسونه یې یوازې د حزب اسلامي سره ونیول د نورو خو په ځای پریږده.

دا ټول پدې خاطر چې په یو  ملي روغه جوړه کې افغانستان ددغه نظامي مدار نه سیاسي مدار ته انتقال کړي او د حزب اسلامي نماینده ته یې په ټوکو ویلي وه تاسې سره په پاتې پړاو کې د سیاسي سیالۍ لپاره مې د اخري سیپارې لنډ سورتونه ټول یاد کړیدي.

اوس چې د مجاهدینو او نجیب د دوران د مذاکراتو او تفاهم هغه ګاونډیانو شارټ کړی مسیر راپه زړه کړم له ځان سره وایم چې د نجیب د تبار دغه بې حوصلې اشرف غني او دغه له پېښور نه په لرې قطر کې پراته طالب مشران به ددې بحران ځپلي افغانستان لپاره د سولې جوړه په کوم خیاط ګنډي.

ارګ او طالب چې پخپلو حریفیو کې تر غوږو غرق دي هغوی پکې دا ظرفیت باید پیدا کړي چې یا خو د نجیب او مجاهدینو د شارټ شوي تفاهم نه سبق زده کړي او یاهم د دنیا په نورو ځایو کې د همدغسې کشالو د حل له تجربو څه واخلي څه زده کړي، یوه چې زه یې د افغانستان اردو او نظامي طالب مشرانو ته په ډاګه وایم چې زموږ لوی مشکل د همدې نظامي ډلو او د اردو ټکر رامنځته کړی چې په تېر څلویښتو کلو کې تاسې څه ونه ګټل راتلونکي کې به هم د هر یوه کچکول کې پردي خیراتونه لویږي او ستاسې په خیراتي جګړو به زموږ ځوانان مري او لویه لاسته راوړنه به یې د کونډو او یتیمانو اوښکې او ښیراوې وي.

چې امریکا د وتلو لوظ کړی نظامي طالب او دغې بې وسې اردو ته پکار ده چې افغانستان په یو سیاسي مدار کې واقع کړي هلته به حریفان په منطق او مثبتو طرحو سیالي کوي نه د پردیو بې وسه ځوانانو په ذریعه چې د یو موټي کومک لپاره یې دواړه طرفه بد استخداموي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx