نظــر

امان الله خان افغانانو ته کوم تمدن راوړ؟

عزام مهاجر

امان الله خان او د اروپا دوره:

امان الله خان د خپلې پاچاهۍ په دوره کې د خپلې مېرمنې ثریا سره اروپا ته په سفر ولاړ او اوه نیمې میاشتې یې تیرې کړې. یاد سفر د ۱۹۲۷ز کال د ډسمبر له ۱۵ څخه پیل او د ۱۹۲۸ز تر جولای پورې وغځېدی. کله چې له اروپا راستون شو، نوموړی چې د خپل ولس په پېژندنه کې په بله تللی و، بې له دې چې له اوږده سفر وروسته په دربار کې غوښن شوي مخالفتونه حس کړي او بې له دې چې د هېواد وضعیت د نوموړي راوړیو «اصلاحاتو» ته برابر وویني خورا په بېړه يې د «اصلاحاتو» تر نوم لاندې په حساسو مسائلو کې لاسونه ووهل.

کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی لیکي: « امان الله خان د ۱۹۲۸م د جشن په پیلنۍ وینا کې له یوې د زیاتو ښځو کولو په اړه خبرې وکړې، ويې ویل: هیڅوک باید تر یوې ډېرې ښځې ونه لري، د هېواد د راتلونکې نیمکرغي په میندو پسې تړلې چې نوی نسل روزي. ښځو ته یې وویل: پاکې، عفیفې او په عصمت کې اوسئ او په دې برخه کې له خپلو مېړونو مه ډارېږئ. وروسته نوموړي او ملکه او نورالسراج چې چادري يې نه لرلې له استازیو سره خبرې وکړې او بیا ملي اتڼ وشو چې په دې محفل کې ډېرو ډیپلوماټو ښځو هم برخه اخیستې وه او یوې هندي نڅاګرې هندۍ نڅا وکړه. د اروپا له سفره چې را وګرځيد، امان الله خان د عالیرتبه مېرمنو یوه غونډه جوړه کړه، جذباتي وینا يې ورته وکړه او ويې ویل چې چادري د دې علت شوې چې ښځې تازه هوا نه شي تنفس کولی، ډېرې يې په ناروغۍ اخته کړې دي. بیا یې امر وکړ چې له دې وروسته د دارالامان په عمومي باغ کې چادري کړې ښځه نه شي ګرځېدلی.»

ښاغلی سیستاني د امان الله خان د «اصلاحاتو» په اړه وایي:

«یوه ورځ امان الله خان په عمومي باغ کې یوه چادري کړې ښځه ولیده، دستي يې له ښځې وپوښتل چې له چادري سره دلته څه کوې؟ له ځنډ پرته يې له ښځې چادري کش کړه او ويې سوځوله، د امان الله خان دا عمل په ښځه ښه ونه لګید او هغه یې د ځان توهین وګاڼه، په داسې حال کې چې د نوموړي هدف د ښځې توهین نه بلکې د چادري، اسلامي حجاب او افغاني دود توهین یې هدف و، چې خدایزده زموږ هېواد ته له کومه وخته راغلې او په موږ کې يې رېښې غځولي دي.»

هاغه موضوع چې په ولس کې يې د امان الله خان پر ضد د وسلې اخیستو انګیزه لا قوي کړه، ښاغلی سیستانی يې په اړه لیکي:«د غونډې په درېیمه ورځ یوه بله ډېره ارزښتناکه موضوع مطرح شوه او هغه افغان مېرمنو ته د ازادۍ ورکول و، وروسته له هغه چې د ښځې او نر حقونه مساوي اعلان شول، ملکه ثریا له ځایه پورته شوه او پر خپل مخ راخور نازک پړونی يې له مخه کش او څېرې کړ، خلکو په چکچکو د هغې دا کار تایید کړ او نورو مېرمنو د هغې پیروي وکړه او سړیو د ښځو مخونه ولیدل.»

د همدې سرچینې په وینا د شاه مېرمنې ملکې ثریا پخپل ښوونځي کې هم زده کوونکې دې ته هڅولې چې د چادري ضد تبلیغات وکړي، د دې تر څنګ دولت د ښځو د حقونو د لاسته راوړلو لپاره آن پر دوی د وسلو وېشلو نیت هم درلود:
«وروسته امیر امان الله ښځو ته توصیه وکړه چې له خپلو مېړونو خپل حقونه واخلي او هغه ښځې چې مېړونه يې ظلم او تاو تریخوالی پرې روا بولي، کولی شي خپل حق د توپانچې [چې دولت يې دوی ته ورکوي] په زور واخلي.»

وینئ چې څنګه د غرب له اوه میاشتنۍ دورې څخه راغلی امان الله خان د یو شرعي حل او کړنلارې د تلقینولو پر ځای ښځو ته د خپلو خاوندانو د وژلو او په مسلمانه افغاني ټولنه کې د عام فساد او پردي فکر خپرولو عمومي اجازه او روحیه ورکوي..؟!

ملکې ثریا د ښوونځي له زده کوونکو، وروسته يې په دلکشا ماڼۍ کې له مېرمنو سره ځانګړې غونډه درلوده او ويې ویل: اروپايي ښځې په فابریکو کې کارونه کوي، خو افغان مېرمنې له جسمي اړخه تر هغوی زورورې دي، خو د هېواد په پرمختګ کې برخه نه اخلي، علت يې چادري ده، چې په هیڅ ځای کې د قبول وړ نه ده.
هغې زړې مېرمنې د خلکو د کورونو د څار لپاره وګمارلې چې د مېړونو او مېرمنو چلند وګوري او دوی ته پټ ګوزارش ورکړي، چې له همدې امله هغې د ښځو د شکایتونو د اورېدو لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړې وه، «دا ټول د امان الله خان په اصلاحي پلان کې شامل و.»
امان الله خان د ښځو د تعدد په اړه خبرې وکړې، په عمومي توګه ټول ولس او په ځانګړي توګه يې د دولتي مامورینو لپاره تر یوې د ډېرو ښځو درلودل جرم وګاڼه، د دولتي کارکوونکو او د ښاري اوسېدونکو لپاره يې اروپايي لباس جبري کړ، چادري منع شوه او د ښار په واټونو کې لوحې ولګېدلې چې چادري کړې مېرمن دلته تګ راتګ نه‌شي کولی او د جمعې ورځ رخصتي پنجشنبې ته تبدیل شوه. سره له دې چې ګڼو هندي ښوونکو په حبیبیه لیسه کې زده کوونکي روزل، خو دیوبند مدرسې ته د طالبانو تګ او له هغه ځایه د علماوو راتګ بند شو، په نظامي برخه کې چا د پیرۍ او مریدۍ سلسله کې ځان نه شوای داخلولی او پیر یا مرید نظامي دستګاه ته نه شوی ور ننوتلی، شراب څښونکی نه‌شي مجازات کېدلی، مېرمنې به وېښتان لنډوي…

شاه اغا صدیق مجددي لیکي:

«له سفره په بېرته راتګ سره، امان الله خان چې له تازه نظریاتو سره هېواد ته راغلی و، په پوره جدیت سره يې د خلکو د فرهنګي او ټولنیز وضعیت د بدلولو لپاره لستوڼي را بډ وهل او بې له دې چې د هېواد کورني شرایط په پام کې ونیسي، په بېړنیو او خطرناکو اقداماتو يې لاس پورې کړ او په اصطلاح تر قلبې وړاندې يې کرونده شروع کړه.»

کله چې امان الله خان د «اصلاحاتو» په نوم ګامونه واخیستل، علامه اقبال لاهوري رحمه الله هم د امت د مسؤلیت احساس وکړ او دا چې په پیل کې يې امان الله ستایلی و، خو وروسته يې پرې غږ وکړ چې د (اروپا) ړوند تقلید دې بریا ته نه رسوي:

در نـگر ای خسرو صـاحـب نـــظر
نیست هرسنگی که می تابد گهر
ای امان الله اگـر داري جـــــــــگر
در ضمیر خـــویش و در قرآن نگر

له څه بدلون سره د داد محمد ناوک له یوې پخوانۍ مقالې څخه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx