هلمند: طالبانو باباجي او ګريشک کې ۱۱ امنيتي پوستې نيولي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو تېره شپه ناوخته هلمند ولايت باباجي ولسوالۍ ګڼو سيمو کې پر امنيتي پوستو پراخ وسله وال بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه يې دوه پوستې نيولي او جګړه لا هم روانه ده.

احمد زياتوي، چې جګړه د مالګير، چهار کوچي، توغي او کورغوجت سيمو کې د پوليسو او ملي اردو پر امنيتي پوستو پيل شوې، چې تر اوسه يې پوليسو او ملي اردو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او دمګړۍ هم د دواړو لوريو تر منځ سخته نښته روانه ده.

باباجي کې نهه امنتي پوستې له منځه تللي

هلمند ولايت څخه په يو بل رارسېدلي خبر کې ويل شوي، چې ګريشک ولسوالۍ کې د طالبانو او ملي اردو تر منځ سخته نښته شوې او د ملي اردو نهه امنيتي پوستې له منځه تللي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو تېره شپه ګريشک ولسوالۍ ادم خان اواوترنګي سيمو کې د حکومت پر هغه امنيتي کمربند پراخ وسله وال بريد پيل کړ، چې له ډېرې مودې راهيسې د حکومت تر ولکې لاندې و.

خبر زياتوي، چې تېره شپه طالبانو پر نوموړي امنيتي کمربند پراخ وسله وال بريد پيل کړ او له څه مقاومت وروسته د ياد کمربند نهه امنيتي پوستې له منځه ولاړې.

احمدي زياتوي، چې د کمربند امنيتي ساتونکي اربکيان، پوليس او ملي اردو له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
د کورنيو چارو او دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د