افغانستان

سکاټ مېلر د خپلواکۍ د ورځې مبارکې ویلې او له دولتي ځواکونو د ملاتړ ټټر یې وهلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د بیرته اخستلو د ۱۰۱۰ مې کلیزې په مناسبت افغانانو ته مبارکې ورکړې او تر څنګ یې د دولتي ځواکونو د ملاتړ ټټر وهلی.

د ناټو د قاطع ماموریت له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې سکاټ مېلر افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ویلې او دا یې یوه غوره ورځ بللې «دا ډېره ښه ورځ ده، چې له افغان امنیتي ځواکونو او د افغانستان د خلګو د ملاتړ ژمنتیا پکې تازه کړو.»

مېلر ددې تر څنګ سولې او یوې سیاسي حللارې ته د زمینې برابرېدلو په موخه د جګړې د شدت په کموالي ټینګار کړی.

https://twitter.com/ResoluteSupport/status/1295625408646455297?s=20

له انګریزانو څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۱مه کلیزه داسې مهال راځي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه امریکایي او ناټو عسکر له افغانستانه وتلي.

طالبانو د همدې ورځې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې هیواد بیا ځلې د استقلال درشل ته نږدې شوی بللی او وړاندې يې پر ټولو داخلي جهتونو غږ کړی چې د ملت د ازادۍ او خپلواکي له برحقې داعیې ملاتړ وکړي                 « نن چې موږ یوځل بیا د ازادۍ او خپلواکۍ په درشل کې يو، په ټولو داخلي اړخونو غږ کوو، چې نور د دې ملت آرمانونه او حقيقي غوښتنې په نظر کې ولري، د آزادۍ او استقلال د داعیې ملاتړ وکړي او اضافه دا ځورېدلی ملت  د کړاو له ګاللو څخه وژغوري.»

یاده دې وي، چې د کابل په ګډون د هیواد په نږدې ټولو  ولایتونو کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت جشنونه او مراسم نیول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

سکاټ میلر د دولتی ځواکونو د ملاتړ ټترر وهلی ، تر ده نورو غټو روباټ جنرالانو هم ټتر وهلی و خو ټولو ټر ووهه .

الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامه اداره د دوی غلامان دی ، غلامانو ته څوک ټټر نه وهی ، مګر هله ورته ټټر وهی چه دواړه کمزوری او مورال یی د زمکی سره زمکه شوی وی ، وایی [ څوک په رضا له ملکه نه ځی یا ډیر غریب شی یا د یار له مخی ځینه ] که دوی د تتر وهلو وړتیا او پیاوړتیا لرله یو ګروپ طالبانوو ته به نه په سجدی کیدل ، دا صرف د خپل مورال د پورته کیدو چیغی او فریادونه دی لکه څوک چه په تاریکه او طوفانی شپه کی ښکته او بورته خیزونه وهی ،… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx