نظــر

د آزادۍ وړانګې به بیا راوخیژي!

حماد افغان شیرزاد

افغانان د تاریخ او نړۍ یو داسې غیرتي ، باشهامته او پر آزادۍ مئین قوم دی چې تل یې د خپل اسلامي او ملي احساس پر بنیاد پر ګران هیواد او حریم د هر اشغالګر، تیري کونکي او متجاوز سره د دې پاک او جنتي وطن پر سرجنګونه کړي او تاریخي عبرتناکې ماتې یې ورکړي، دښمنان یې د خپل ټاټوبي اشغال ته نه دي پریښي، بلکې هر وخت یې د راغلو یرغلګرو لپاره خپله ځمکه هدیره ګرځولې؛ ځکه خو نن افغانستان په ټوله نړۍ کې د امپراتوریو د هدیرې یو ستر ویاړ او افتخار هم لري.

د همدې تاریخي سوبو له ډګره زمونږ د تاریخ د زرین باب ورځ چې افغانانو ته پکې الله آزادي ورکړې وه نن ده نو په مناسبت یې لنډه لیکنه درسره شریکوم.

د انګریزي ښکیلاک د دویم اشغال کله چې د نولسمې ۱۹ پیړۍ په دویمه لسیزه کې دوی غوښتل چې دا خاوره هم تر خپل واک او اختیار لاندې راولي، د هغه وخت بې ضمیره، بې ایمانه او بې احساسه او د وطن خائنانو د نن په څېر د اشغال تر څنګ ودرېدل او د وطن په اشغال کې یې د هغوې سره مرستې او کومکونه وکړ.

خو ده دې خاورې په فطرت کې آزادي پرته وه، خلک یې پر آزادۍ مئین وه، او خپله پاکه خاوره یې د پردیو نجسو قدمونو د ښکلولو نه وه او نه هم دوی ته دا د زغملو وه نو همغه وو چې ۱۹۱۹م کې د هیواد په مختلفو جبهاتو کې د دې خاورې غیرتي ، باشهامته او متدین خلک او علماء کرام د آزادۍ د بیا ترلاسه کولو لپاره خپلې مټې راونغښتلې او د انګریز په وړاندې د جنګ میدان ګرم شو، چې په ډیره لږه موده کې افغانان الله تعالی یو ځل بیا په سترې کامیابۍ ،افتخار او د آزادۍ په نعمت ونازول.

نن د همغه آزادۍ او لوړ افتخار د لمانځلو ورځ ده ، چې ټول افغانان یې لمانځي خو ډیر داسې خلک یې هم لمانځي چې نن هم د اشغال سره څنګ په څنګ ولاړ او د هغوی تر سیوري لاندې ژوند کوي خو ځان آزاد شماري ، هغه وخت هم د افغانانو په قوم کې د ګوډاګیانو یو شمیر خلک موجود وه کومو چې د افغان قوم آزادي د انګریز په لاس کې ورکوله او دلته یې خپله ناپاکه پاچاهي قائموله.

امان خان د هغه وخت یوه غلامه څیره وه چې د نن وخت غلامان دا آزادي او افتخار هغه غلام ته منسوبوي او د وخت اتل ورته وایي؛ امان خان د وخت د کمال اتاترک په څېر د مسلمان په جامه کې مسلمانانو ته اسلام یوه سره سکروټه وګرځوله د اسلام په ډیرو حکمونو یې بندیز ولګاوه.

هغه دلته له برتانیا او بهر دنیا نه راوړې ناپاک قانون رائج کولو ، کوم چې افغانانو ته هیڅله د منلو نه وو. هغه داسې احکام صادر کړل چې ښکاره د اسلام په ټکر کې وه او د کفر په ګټه، هغه د ښځو ته بشپړه آزادي ورکړه کومه چې د فحشا لومړې پایه بلل کیږي. پر حجاب، امربالمعروف، نهمي عن المنکر، ږیره پریښودلو، د علماء کرامو پر فیصلو …….او داسې نورو احکامو بندیز ولګاوه او اسلام ضد کړنې یې ترسره کولې.

امان خان د افغانانو لپاره د نن وخت اشرف غني، کرزې او نورو داسې منحوسو څیرو په څیر وو کوم چې نن د امریکا اشغال ته لمنې رابډ وهلي، د هغوی نه دفاع کوي او دلته یې د حیسارولو لپاره ډول ډول پلمې او بهانې لټوي.

خو تاریخ شاهد دی چې بریا تل د حق او پر آزادۍ مئینو خلکو نصیب شوې ، دلته د افغان ولس د کفر او اشغال پر وړاندې پاڅونونه او جهادونه ترسره کړل.

افغانانو دلته د وخت هر یرغلګر ته هغه که انګریز و ، که روسي ښکیلاک و او که نن متجاوزه امریکا ده د لکونو او میلونونو شهیدانو، قربانیو او سرښندنو په برکت ماتې ورکړې او خپل برم ،عزت او آزادي یې ترلاسه کړې ده.

د امریکا یرغل او دلته د هغوی سره د ګوډاګیانو یوځای کیدل هم د تیر تاریخ یوه پدیده وه چې تکرار شوه، خو الحمدلله یو ځل بیا دا ولس د خپلو قربانیو ثمرو ته سترګې په لار دې، یو ځل بیا د ولس د هغه لمر د وړانګو په انتظار دې کوم چې ده هندوکش لوړو څوکو پناه کړي دي او د یو روڼ سبا په انتظار دي چې ژر به وویني ان شاءالله.

پر آزادۍ مئین ولس د سترې فتحې، ویاړ او افتخار د ترلاسه کولو په درشل کې دې دغه دې افغانستان د خپل ویاړ(افغانستان د امپراتوریو هدیره ده) یاد بیا راتازه کړی او د نړۍ یو بل متکبر او متجاوز جابر یرغلګر امریکا ته یې هم ماتې ورکړه او د نړیوالو په حضور کې یې د ماتې تړون ورباندې لاسلیک کړ. او ان شاءالله دا مو امید دی چې دلته به بیا د امن فضاء قائمیږي ، هرطرفته به سیلونه او د بلبلانو شور وي ، افغانانو ټول په یو ټغر سره راټول وي او د سپین غر ، پامیر او هندوکش په څوکو به بیا د آزادۍ د لمر وړانګي راوخیژي.

ان شاءالله العزیز.
د یوه سوچه اسلامي نظام د قیام په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx