افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: د بین الافغاني مذاکراتو ځنډول افغانانو ته د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وايي، کلونه کېږي پردیو په افغانستان باندې یرغل کړی او خونړۍ جګړه په هیواد کې روانه ده؛ خو اوس چې د سولې د تامین لپاره تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوې؛ نو افغانانو ته د بین الافغاني مذاکراتو ځنډول د منلو وړ نه دي.

څرګندونې له انګریزانو څخه د خپلواکۍ اخستلو د ۱۰۱ مې کلیزې په مناسبت د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې.

نوموړي د خپلواکۍ د ورځې مبارکې خلګو ته ورکړې؛ خو په خبره یې کلونه کېږي هیواد لا هم اشغال دی «کلونه کېږي چې پردیو اشغالګرانو افغانستان نیولی، په هیواد کې خونړۍ جګړه روانه ده چې افغانان پکې قربانې کېږي او وطن پکې ورانېږي.ددې جګړه ګټه بهرنیانو ته رسېږي»

کرزي وړاندې زیاته کړې چې په جګړه او د جګړې په دوام کې د «بهرنیانو ګټې نغتښې دي» او افغانان په هیڅ توګه تیار نه دي چې بین الافغاني مذاکرات وځنډول شي «د افغان او یا هم بهرنیو لورو له طرفه د بین الافغاني مذاکراتو ځنډول به افغانانو ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه وي.موږ د یوازې د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم له لارې  کولای شو جګړې او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدو.»

کرزی داسې مهال په سمدستي توګه د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو غوښتنه کوي چې د کابل حکومت له لوري د پاتې طالب بندیانو د خلاصون د پروسې درولو د یادو مذاکراتو پیلېدو ته راټوکېدلې هیلې مړاوې کړې.

حکومت ادعاء لري چې د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون په اړه د بهرنیو هیوادونو ملاحظاتو د پاتې بندیانو د خلاصون پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې.

ورته مهال طالبان بیا حکومت تورنوي چې د سولې د خبرو ځنډولو په هدف ددوی د پاتې بندیانو په خلاصون کې «ناغېړي» کوي.

د طالبانو له قوله، که ددوی پاتې بندیان خلاص شي دوی به د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

ګوره پکه مداری ! ټوله دی پیژنی چی لمړی نمبر غټ خائن او غټ جاسوس یی .

الحاج استاذ بیانزی

کرزی خبیث که ریس وی بیا د مذاکراتو ځنډول د کرزی په شان غللامو افغانانو ته د منلو وړ دی دی کرزی د قطر د دفتر په جوړونه او د سولی مخنیوی ونه کړو ؟ کرزی یوه اظطراری او دوه انتخاباتی دوری حکومت وکړو یعنی د شاهی پوره دوره یی تیره کړه د سولی د پاره حتی نننی شرایط یی هم برابر نه کړی شول یعنی سوله یی نه غوښتله د دوی خو بی خیرۍ کی خیر دی اوس هم د هغه فاحشی خبری کوی چه ویل یی [ ناست یم د تاسره زړه می په کندو قربان له بیرانه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x