افغانستان

هلمند: د دوهمې لوا قومندان ډګروال قنداغا ساپی د سختو ټپونو له امله مړ شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): په سویل کې د میوند قول اردو د دوهمې لوا قومندان ډګروال قنداغا ساپی د سختو ټپونو له امله نن په کابل کې مړ شوی دی.

ډګروال قنداغا ساپی چې تردې وړاندې په ننګرهار کې د سیلاب قول  اردو د څلورمې پلې لوا درستیزوال پاتې شوی ؤ، په دې وروستیو کې د میوند قول اردو د دوهمې لوا د قومندان په ټوګه دنده  ترسره کوله.

نوموړی تیره اونۍ د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد عملیاتو ته پر لاره د سړک غاړې ماین چاودنه کې سخت ټپي شوی ؤ، چې د درملنې لپاره کابل کې د سردار داود خان روغتون ته راوړل شوی ؤ.

له یوې اونۍ درملنې وروسته ډګروال قنداغا ساپي د خپلو ټپونو تاب را نه ووړ او نن د سه شنبې په ورځ د سردار داود خان روغتون کې مړ شوی دی.

ددفاع وزارت مرستیال او د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخیل هم د هغه مړینه تایید کړې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د ډګروال قنداغا ساپي د وژلو مسئولیت منلی او زیاتوي، چې نوموړی په هغه خونړي برید کې هم لتاړ ؤ، چې کابو یوه نیمه میاشت مخکې د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر یوه ګڼ بازار ترسره شوی او لسګونو ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اووښتې وه.

د روان کال چنګاښ(سرطان) میاشتې په ۹مه نیټه د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې د خلکو په دودیزه میلې د میوند قول  اردو دوهمې لوا څخه د توپونو برید وشو، چې له امله یې ۲۰ تنه ملکي افغانان مړه او له ۳۰ تنه نور ژوبل شول، ددې ترڅنګ د خلکو ګڼ څاروي او پسونه هم تلف شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Oh Taliban, you guys are so quick to take revenge of those civilians that Qand Agha Sapi killed in the market. I remember Baba Ghani and the ToloNews immediately put the blame on Taliban but later it was quite clear that Qand Agha Sapi was behind the firing of rockets and killing the kids

جمیل

اوس دی جواب وایی ، دغه ځای یی نه و زده .

الحاج استاذ بیانزی

ډګروال نه ډګرغول ، احمق او غلام انسان چه د یو څو ډاللرو ، مقام او شاباسی د پاره یی هم خپل مظلوم ولس او هم یی خبیث ځان په وینو کی ولمباولو دا یوه معجزه وه چه د هغو شهیدانو وینی به لا نه وی وچی شوی چه له هغه قاتل ملحد څخه یی غج واخست

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx