نړۍ

دافغانستان اوپاکستان پرپوله باندي دبرید په نتیجه کي مرګ ژوبله اوښتي ده

pak-forces-NW-AP-543(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۱۶) خار: پاکستاني چارواکو خبرورکړی وایی نن سهاروختي دافغانستان له لوري دپاکستان په خاوره کي نامالومو وسلوالو یوکلي تربرید لاندي راوستي، چي له کبله یی پنځه کسه عام وګړي ووژل شول.

 چارواکي وایی که څه هم دافغانستان اوپاکستان پرپوله باندي دپاکستان له لوري له یولک څخه زیات ځواکونه ځای پرځای شوی دی، خو بیا هم نن یو ځل بیا نامالومو وسلوالو وکولای شول چي له سیمي څخه رواواړي او بریدونه ترسره کړی.

په سیمه کي یو حکومتي چارواکي فضل اکبر رسنیو ته ویلي دي نن سهار وختي له ۲۵۰ سوه څخه بیا تر ۳۰۰ سوه پوري نامالومو وسلوالو دافغانستان له لوري دخیبرپښتونخوا ایالت دباجوړوسلوالي دمومندو کلي تربرید لاندي راوستي چي له کبله یی عامو خلګوته مرګ ژوبله اوښتي ده چي ښځي اوماشومان هم پکښی دي.

یوامنیتي چارواکي له اي ایف پی سره په خبروکي وویل سیمي ته مو نورځواکونو استولی دي ترڅو دوسلوالو په وړاندي عملیات پیل کړي، نوموړي زیاته خبرراغلي دي چي تراوسه پوري لاسیمه کي وسلوال موجود دي.

امنیتي چارواکي وویل دوسلوالو دمرګ ژوبلي خبرهم ورکول شوی دي خو څرګنده نده چي څومره وسلوال وژل شوی اویا ژوبل شوی دی.

د رواني میاشتي په اولو کي هم دافغانستان اوپاکستان پرپوله باندي نامالومو وسلوالو پاکستاني امنیتي پوستي تربرید لاندي راوستلی وي چي له کبله یی  دملکي خلګو په شمول۳۵ پاکستاني عسکروژل شوی وو، چي وروسته پاکستاني چارواکو دافغانستان حکومت په وړاندي احتجاج کړی وو ترڅو په افغانستان کی دننه دوسلوالو مرکزونه له بیخه یوسي.

له بله لوري نن غرمه دخیبر پښتونخوا ایالت په اورګزی ایجنسي کي نامالومو وسلوالو دپاکستاني عسکرو یو موټر تربمي برید لاندی راوستي، عیني شاهدان وایی دبرید له کبله ډیري خلګ ژوبل شوی دي چي دوه تنه یی په سیمه کي امنیتی کسان دی.

دبم خنثی کونکي ډله دپیښي ځای ته رسیدلی ده او وایی چي بم دریموټ کنټرول په واسطه سره چاودیدلي دي.

بخت الرحمن بخت …………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x