افغانستان

ایران: د سپيني ماڼۍ د غلطو سیاستونو له امله افغانستان کې د امریکايي عسکرو وینې بهېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، امریکايي چارواکي دې د خپلو عسکرو د مرګ مسئولیت د نورو په اوږو نه اچوي او په خبره یې، دا د سپيني ماڼۍ غلط سیاستونه دي چې له امله يې افغانستان کې د امریکایي عسکرو وینې بهېږي.

تېره ورځ  د امریکا تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» د امریکایي استخباراتو د چارواکو په حواله داسې راپور خپور کړ، چې ښودله یې ایراني چارواکو د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته جایزې ورکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «سعید خطیب زاده» یادو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي «امریکا په افغانستان کې جوړ کړي ګرداب کې خپله را ګیر ده، د سپيني ماڼۍ د حکمرانانو د غلطو سیاستونو له امله له خپلو وطنونو زرګونه کیلومتره لیري د امریکایي عسکرو ویني په داسې جګړه کې بهېږي چې د بې ګناه افغانانو له وینو تویولو پرته هیڅ لاسته راوړنه نه لري.»

د نوموړي په قول، امریکایي چارواکي افغانستان کې د وژل شویو عسکرو کورنیو ته جواب نه لري او اوس غواړي د بې اساسه خبرونو په نشرولو سره خپلې غلطې محاسبې پټې کړې.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې امریکايي رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې د روسیې له لوري د امریکايي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته د جایزو د ورکړې ادعاء پکې شوې وه.

که څه هم یاده ادعا د امریکا د ولسمشر، دفاع وزیر، استخباراتو او نورو ګڼو چارواکو او ارګانونو له لوري رد شوه؛ خو تازه پر ایران ورته تورونه لګول شوي او طالبانو ته د وسلو او د بهرنیانو د وژلو په بدل کې د جایزو په ورکړې تورن شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

BELKOL SAHIH AST BERADAR. ANHA DAR QADAMI AWAL AEEN TOHMAT RA BALAEE ROSAH ME ANDKHT . KI ROSHA AASAKER MARA QATAL ME KONAND WA BA QATELEEN JAYZA MEDEHAD. AMMA HALA US IRAN RA TOHMATDAR ME KONAD KI AEEN KAR AZ IRAN AST KE AASAKER MARA BA JAHANUM RAWAN MEKONAD

RASTI HAM KI BOZARGHI MA WA SHOMA RAST GOFTA KI

CHAH KON KHODDASH DAR CHAH AST

الحاج استاذ بیانزی

ایرانی اخوندان د الهی نظام دعوی لری او به څنګ کی د اسلامی جمهوریت ( اسلامی کفر ) په ویاړنه یادوی!!! ایران زمونږ ګاوندی او اسلامی هیواد تر اوسه د مسلمانو افغانانو به وینو تویولو یوه اوښکه هم توی نه کړه او نه یی اندګه یادونه وکړه چه به میلونو پرون او نن مړه شول او مړه کیږی مګر کله چه امریکایانو ورباندی تور ولګاوو د امریکایانو د وینو دلیل ورته یادوی چه خپله امریکایان دی!!! دا ځکه چه زمونږ د هیواد په اشغال کی پاکستان او ایران ته په بیلونو ډالر ورکړی شوی وو چه اشغال کی به ورسره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx