نظــر

د غني ژمنې او ګل جان لېونی…!

عزام مهاجر

غني چې کله د ځان لپاره کمپاین کاوه نو د ولس د اعتبار او رایي د جلبولو لپاره یې خورا تمسخرانه او درنې وعدې کولې. که څه هم د غني پر ژمنو وخت تېر شو خو ښایي شرنګی یې لا د ځینو خلګو په غوږونو کې پاتې وي. لکه درې زره مېګاواټه برېښنا، اویا زره ګزه هوایي دهلېز، اتیا زره ټنه ځلغوزي، پیاوړی اقتصاد او د ملیونونو ډالرو درې میتره پلن دېوال او ځینې نورې هوایي، افسانوي، خرافاتي او ډراماتیکي وعدې.

دا چې دلته د غني مېلمستیا پوره شوه او بیرته د خسر کورته ستنیږي، او ژمنې یې لا هم له حقیقته لري د خیال په نړۍ کې تر ګرځو لاندې پرتې دي، وېرېږم چې پر غني به د جان ګل لېوني په څير سړی پېښ شي.

د ظاهر شاه په وخت کې په کندهار کې مرضتون ته یو نفر راوستل شو چې نوم یې جان ګل لیونی و. له کابل څخه وزیر او ورسره یو هیئت کندهار ته د اداراتو د تفتیش لپاره راغلی و چې په دې سلسله کې یې د لېونیانو مرضتون ته هم سر ورښکاره کړ. ګل جان ور وغورځېدی او ورته په زاریو شو چې زه جګ روغ سړی یم، د تره د زامنو سره مې پر ځمکه دعوه وه، دا چې د هغوئ غوږونه راڅخه بې غمه شي، په لېوني یې معرفي کړم او دلته یې راوستلم. وزیر د مرضتون مدیر ته مخ راواړاوه چې دا سړی مو ولې راوستلی دی؟ هغه ورته کړه چې ته یو ځل د مرضتون دوره ووهه چې راشې کېسه به درته وکړم. ګل جان بیا بدې کړې چې ناحقه راوستل شوی یم او تعلیم یافته او باسواده شخصیت یم.

د وزیر زړه نری شو او ورته ویې ویل چې ته عریضه ولیکه، زه د هغې خوا راستنېږم غږ به دې واورم. ګل جان عریضه ولیکل او د وزیر د دورې له پوره کېدلو وروسته یې ورته ونیول. نوموړي چې کله د ګل جان منسجمه او مرزایي لیکنه ولیدل نو نور یې پر ګل جان باور راغی چې جوړ دی او ژمنه یې ورسره وکړه چې ستا عریضه به له دستخط وروسته راواستوم او آزاد به شې. وزیر چې کله مخ واړاوه او د روانېدلو په موډ کې شو، ګل جان د پښو په منځ کې ګوتې ورخښې کړې او تر نرۍ ملا پورې یې ښه بېخکي پکې تېري کړې. وزیر سپک ټوپ وواهه او دوه متره لري هېښ ودرېدی، بیا یې ګل جان ته لږ په تونده لهجه وویل چې دا ولي؟ ګل جان په عاجزۍ ورته وویل: « وزیر صاحب! ما ویل چې هېره دي نه شي.»

نو ما ویل چې چیرته د غني د تللو پر مهال دوستم یا قانع ورته ګل جان نه شي او له شا اشاره ورنه کړي چې ګوره بابا! هغه کړې وعدې دې هېرې نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د غنی به د دوستم او د قانع په اشارو باک لا ونسی داً بل ماډل بابا دی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx