روژه – د نړۍ په ګوټ ګوټ کې (انځورونه)

د سعودي پلازمېنه کې روژه دار د ماښام اذان ته انتظار دی.

 

سعودي – یو روژه تي تر روژه ماتي مخکې تلاوت کوي.

 

مصر – ګډ روژه ماتی

 

مصر

 

مصر – شتمن مسلمانان زیات کوښښ کوي چې خلکو ته روژه ماتي ورکړي، په دې کې دوی مېوې، شربت، خرما او نور ډول ډول پخلي پخوي او خلکو لپاره ګډ روژه ماتی برابروي.

 

د سوريې مهاجرین له خپلو کورنیو سره ګډ به مهاجر کمپونو کې روژه ماتی کوي.

 

عراق – يو پلار خپلو زامنو سره ګډ روژه ماتی کوي.

 

ایران – خلک زیات شمېر مسجدونو ته راووځي او ګډ روژه ماتی کوي

 

ایران

 

ایران – ښځې هم د روژه ماتو لپاره جوماتونو ته راوځي.

 

پاکستان – یوه جومات کې خلک تر روژه ماتي مخکې دعا کوي.

 

پاکستان کې زیات شمېر شتمن د هغو مساپرو لپاره چې د نورو سیمو څخه راغلي وي په جومات کې هره ورځ ورته پیشنمي او روژه ماتی ورکوي

 

له کوره بې کوره شوي وزیرستاني پښتانه تر شنه اسمان لاندې اذان ته انتظار کوي.

 

پاکستان – د تودوخې درجه تر ۴۶ پورې پورته کیږي، هلته خلک تر ډوډۍ زیاتې اوبه او شربت څکي.

 

زیات شمېر ماشومان چې روژه هم نه نیسي خو دې ته زیات اوتر وي چې له مشرانو سره یوځای روژه ماتی وکړي.

 

افغانستان – کابل

 

 

افغانستان: جوماتونو کې خلک راغونډیږي او ګډ روژه ماتی کوي

 

افغانستان – دې ځای کې ټولو خلکو ته عام دعوت وي چې روژه ماتي ته راشي. زیات خلک که څه له اقتصاده ښه وي خو د ګډ روژه ماتي خوند بیا بېل مزه لري نو ځکه خلک د ګډ روژه ماتي لپاره دلته ایساریږي.

 

جاپان کې بیا خلک د روژه ماتي لپاره د هوټلونو پر لوري مخ کوي

 

دا زما روژه ماتی دی! جاپان یو هوټل

 

فرانسه

 

سنګاپور

 

دا اذان به کله کیږي، نن خو روژه دومره اوږده شوه – سنګاپور کې یو مسلمان ماشوم د اذان انتظار کوي

 

چین – مسلمانه ښځه روژه ماتی تیاروي. چین په سینکیانګ په مسلمان مامورینو او زده کوونکو په روژه نیولو بندیز لګولی.

 

چین

 

اللهم لک صمت وبک آمنت وعلیک توکلت وعلی رزقک افطرت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د