لیکنېنظــر

افغان سوله؛ نوي چېلکونه

عبدالحی قانت

مخکې له دې چې د غوايي پر نهمه نېټه د سولې مشورتي جرګه پیل سي، په هیواد کې د سولې فعالو طرفونو داسې انګېرله چې ګواکې حکومتي لوری غواړي د سولېپروسه تخریب کړي خو اصلي خبره دا وه چې له جرګې څو ورځې وړاندې کله چې زلمی خلیلزاد د اشرف غني ملاقات ته ولاړ هلته غني ته د امریکا له طرفه پاک وویلسول چې د سولې په پروسه کې له چېلکونو اچولو تېر سي. په سبا یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پمپیو هم اشرف غني ته په یو انلاین مجلس کې وویل چېولسمشر ټرمپ د سولې په اړه د ولسمشر غني لخوا په ډوږ بوږ نه دی خوښ. همدا شول چې د سولې مشورتي غونډه د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو په فیصله منتج شوه.

د سولې د مشورتي جرګې څخه وروسته د ولسمشر اشرف غني دا بهانه هم ختمه شوه چې دی د هغو ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو قانوني حق نلري چې د حق العبددوسیې لري. له جرګې وروسته افغان ولس، سیاسیون،‌اجتماعي او مدني فعالان خوښ ول چې د اګست په ۱۶ به د طالب او حکومت تر منځ رسمي‌ بین الافغاني خبرېپیل سي. خبرې لا پیل نه وې چې فرانسې،‌ استرالیا او نورو اروپایي هیوادونو وویل چې په ۴۰۰ بندیانو کې داسې خلک دي چې د یاد شوو مملکتونو پوځي‌ عسکر یېوژلي او افغان حکومت نه باید دوی له بنده ازاد کړي.

داسې فکر کیږي چې اوسمهال د خبرو بن بست له همدې کبله دی چې ولسمشر غني ته پورته یاد شوي هیوادونه د بندیانو د ازادولو اجازه نه ورکوي. دلته د سولې پروسه کې ددې چېلکونو به اړه څه پوښتنې شته.‌

اول دا چې که چېرته په روانه جګړه کې د ناټو غړو هیوادنو پوځي عسکر نه وو وژل شوي بیا سولې ته اړتیا نه وه دا چې سوله کیږي همدا یې وجه ده چې دلته ۱۹ کالهتوده جګړه وه او طبعي خبره ده چې جګړه کې حلوا نه تقسیمیږي، مرګ ژوبله د جګړې برخه ده.‌

دوهمه خبره دا چې کله امریکایانو په ۲۰۱۸ کې د سولې پروسه پیل کړه،‌ ښاغلي زلمي خلیلزار د ناټو غړو هیوادونو ته او د ناټو مرکز کې ددوی د مشورو اخستلو لپاره پهڅه موخه سفرونو کول؟ دا چې طالب استازو د ۵۰۰۰ بندیانو لست امریکا سره شریکاوه دوی ولې خپلو متحدینو سره دا لستونه نه شریکول؟‌ متحدینو ولې هغه مهالامریکا ته نه ویل چې دوی د خپلو پوځیانو د قاتیلینو خوشې کولو سره موافق نه دي؟

زما په فکر خو دا هیڅ‌ امکان نه لري چې د ناټو د غړو هیوادونو له مشورې پرته دې په ۵۰۰۰ کسیز لست د امریکا له طرفه سر بخود فیصله شوې وي.

دریمه خبره چې افغان دولت ته راجع کیږي‌ دا ده چې امریکا چې کله د ۵۰۰۰ بندیانو په خوشې کولو فیصله کوله،‌ افغان دولت سره دا لستونه مخکې له دې چې امضاءشي، شریک شوي ول. افغان دولت ولې هغه مهال امریکا ته نه ویل چې تاسي حق نه لرئ د امریکایي عسکرو له قاتلینو پرته نور طالب وګړي په خپل سر خلاص کړئ؟‌بله دا چې افغان دولت ته د جرګې لخوا دا مشوره ورکړل شوه چې ۴۰۰ پاتې بندیان دې خوشې شي په کوم منطق تر اوسه په بند کې پراته دي؟‌ ولسمشر اشرف غني دخپلو خارجي یارانو په مقابل کې په لوی لاس د ولس د مشورتي جرګې د پریکړو بې احترامي کوي‌.

څلورم مهمه پوښتنه دا چې نن د استقلال د ورځې په مناسبت افغان دولت په کوم منطق خپل ولس ته د غازي امان الله خان د مېړانې کیسې کوي؟ ایا استقلال همدا دیچې ولس، سیاسیون، فعالان، ښځې او نر ټول په یوه خوله غواړي چې بین الافغاني خبري باید پیل سی،‌ ۴۰۰ بندیان دې خلاص سي خو ددې هیواد ولسمشر ته د خپلولس په مقابل کې د ناټو د څو هیوادونو څرګندونې ډېرې مهمې دي.‌

دا حالت باید تغیر وخوري، مونږ ولس باید د ریښتیني استقلال لپاره ریښتینی او مستقل قیادت پیدا کړو…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

زمونږ میړنی او مجاهد ولس الحمدلله د رښتینی استقلال لپاره رښتینی او مستقل قیادت لری .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx