واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

امریکا پخپلو بمباریو کي ۸۰ ٪ کموالی راوستی دی، طالبانو پر امریکایانو حمله نده کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د امریکا نظامي خبري ویبپاڼه ټاسک اینډ پرپوس د اګسټ پر ۱۸ مه لیکي چي د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت عمومي مفتش په خپل نوي رپوټ کي وايي چي پدې تېرو دریو میاشتو کي طالبانو پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو باندي هیڅ برید نه دی کړی. 

دا رپوټ وايي چي په همدې موده کي امریکا په خپلو بمباریو کي ۸۰ ٪ فیصده کموالی راوستی دی. خو دا رپوټ زیاتوي چي طالبانو پر افغان ځواکونو باندي خپلو عملیاتو ته کش ورکړیدی. 

د امریکا د دفاع د وزارت رپوټ وايي چي پر امریکايي او ایتلافي قواوو باندي د طالبانو نه برید یو ښه زیری دی. 

اخبار لیکي چي امریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو په راایستلو لګیا ده، او ډېر ژر به له افغانستانه ځیني نور عسکر هم راوباسي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx