
ټپ ټپ یا موټرسایکل/ د قاري سعید تازه شعر
قاري عبدالستار سعید
( یادونه: دا واقعه تېر کال په میدان وردګو ولایت کې پیښه شوې وه)
مازدیګر دی کلی زیړ زرغون ځلیږي
لمر د دنګو چینارو په سر لګیږي
هلته بر په نرۍ لاره څوک روان دي
د ټپ ټپ یې نرۍ دوړه پورته کیږي
یو زلمی، یوه یې ناوې محبوبا ده
او د ناوې غېږ تر سپین ماشوم چاپیره
دا ماشوم یې د واده لومړی ثمر دی
لا دوره د ناوېتوب یې نه ده تېره
ناوې بیا د واده شین کمیس اغوستی
له سړي سره د پلار کره روانه
د آسونو دور تېر او موټر نشته
له غُربته په ټپ ټپ سپره روانه
که موټر نشته نو څه، مینه خو شته ده
یو کمساری هَیَجان په لاره درومي
چا ویل؟ چې تنها دوه تنه روان دي
د پاک عشق عظیم توپان په لاره درومي
د تودې مینې احساس، خوږې خبرې
د مَیَنو زړو درزا او ټکانونه
دا مزل خو دې لا څو فرسنګه اوږد شي
خدایه لنډ مکړې د ځمکې تناوونه
د شفق د سیند په غاړه لمر ولاړ دی
د عشق دغې نندارې ته لاس تر زنې
څه ارام، څه اطمینان، څه خاموشي ده
کاش لا نه وای دا سپېره غږ د بنګنې
په تلو تلو کې ورته نېغ پیچومی راغی
چې ټپ ټپ دُوپُشته نه شي پرې ختلی
ناوې کوزه شوه او پلې شوه روانه
څو خاوند یې ټپ ټپ وشي خیژولی
د پیچومي سنګریزې تېرې، ځیږې دي
خو د ناوې سترګې خښې په زلمي کې
کله درد او په ستړیا باندې پوهیږي
د عشق غشي چې وي مات په کوم زړګي کې
ها دی ځوان د کوتل سرته نږدې شوی
په رخسار یې د لمر ژیړه وړانګه لګي
په نظر نه شي، ښکلا یې تالا نه شي
خزان تل په ګلورینه څانګه لګي
ناوې ګام پر ګام روانه مخ پر لوړه
ماشوم غېږ کې او خاوند یې په نظر کې
یو دم درز شو. . . له زلمي شوه لمبه تاوه
ډرون بمبار وکړ د نېغ پیچومي سر کې
ناوې ولړزېده، سترګې یې تیاره شوې
زبون وهلې شوه، مخپورته یې کړې منډې
ځان ترې هېر، ماشوم ترې وغورځېد په لاره
په خاوند بل شوي اور ته یې کړې منډې
چې څه ګوري ځوان د ډرون ګوزار خوړلی
په نازک بدن یې سرې لمبې بلیږي
سپین فاسفورس یې په وجود پورې نښتي
په ترپکو دی، تپیږي او وریتیږي
ناوې چیغې کړې، خو څوک به یې غږ واوري؟
لاس یې ټیټ کړل، ګوندې اور په خاورو مړ کړي
وچو پرښو یې نازک لاسونه غوڅ کړل
نصیب کله سړی څومره اړ او پړ کړي!؟
په تش لاس کله ورمخکې شي لمبو ته
د باروتو تاو یې وتمبوي شاته
کله وایي درځه! ته هم ځان لمبه کړه
د ماشوم ژړا چې واوري بیا شي پاته
زیړی لمر یې په نیمکښه نظر څاري
یوه ناوې د مرګ ژوند تر منځ حیرانه
ډکې سترګي غړوي ښکته او پورته
د ماشوم او د خاوند تر منځ حیرانه
لمر پناه شو د کُرې له شرقي اړخ نه
په غربي اړخ کې سهار دی ورځ پیلیږي
(ډرون حمله کې ایله یو تن وژل شوی)
دا خبر له خـَـبَرو نه حسابیږي . . .
(۱۳۹۹ لمریز د اسد ۲۸ مه د آزادۍ ورځ)