افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد افغان مشرانو ته له پخوانیو تېروتنو د زده کړې توصیه کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل):په داسې حال کې چې حکومت له لوري  د پاتې طالب بندیانو د نه خلاصون له امله بین الافغاني مذاکرات ځنډېدلي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د یادو خبرو د سمدستي پیل غوښتنه کړې.

خلیلزد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت افغانانو ته مبارکې ویلې او تر څنګ یې په افغان مشرانو غږ کړی، چې له اوسني فرصت ګټه واخلې، له تېرو «تېروتنو» زده کړه وکړي، هیواد ته لومړیتوب ورکړي او یوه سیاسي توافق ته ورسېږي.

خلیلزاد ددې تر څنګ ژمنه کړې چې د سولې د هڅو په برخه کې امریکا د افغانانو تر څنګ درېږي.

له بېلابېلو جهتونو د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو غږونه داسې مهال دي، چې حکومت د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د اشرف غني له فرمان سره، سره د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډولې، چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات هم تر نامعلومې نېټې ځنډېدلي.

تر دې وړاندې داسې تمې وې، چې ښایي بین الافغاني خبرې د روانې اګست میاشتې په «۱۶» مه نېټه په دوحه کې پيل شي، خو له یادې نېټې درې ورځې تېرې شوې؛ مګر لا هم پیل شوې نه دي.

حکومت ادعاء لری، چې بهرني هیوادونه د یو شمېر طالب بندیانو په اړه ملاحظات لري، چې له امله یې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پروسه ځنډېدلې.

ورته مهال طالبان بیا حکومت تورنوي چې د سولې خبرو د ځنډولو په هدف د پاتې طالب  بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډوي او د هغوی په خلاصون کې «ناغېړي» کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ظاهر حلمی

هرهغه څوک چې دالله ج څخه نه ویره نکوی له هغو څخه دنیک کار توقع ستره اشتباه ده سوله الهی حکم اوپیروان یی دالهی اوامرو مطیع بنده ګان دی خلیلزاد دی پدې ځان پوه کړی ترڅو چې دکابل کرایی چارواکی په زور له ارګ ونه و باسی اوله افغان ملت څخه یوه افغان شموله اداره جوړه نکړ چې دسولی پروسی ته شرایط برابرکړی امکان نشته چې سوله دراشی نه دخپل وخت زابع کوی اونده افغانان داورپه لمبو کی سوځی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx