افغانستان

کابل ښار کې د چاودنو له امله ۴ تنو تنه مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار دولسمې او پنځمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې د مقناطیسي ماین چاودنو له کبله لږ تر لږه ۴ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د کابل  امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا پاؤکم اووه بجې د دولسمې امنیتي حوزې اړوند ارزان قیمت کې پر یو رینجر موټر او وروسته لس دقیقې لپاسه اته بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د پوهنې وزارت په یو کرولا ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، په دغو دواړو چاودنو کې ۲ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ورځ هم د ارګ او شش درک په شمول د کابل ښار په مختلفو سیمو کې شاوخوا ۱۴ راکټي بریدونه وشول، چې له امله یې ۱۰ ټپيان شوي وو.

کابل ښار د مقناطیسي ماین چاودنې په داسې مهال زیاتې شوي، چې حکومت د استرالیا، فرانسې او ځینې نورو خارجي هېوادونو په غوښتنه د طالب بندیانو د خلاصون پروسه ځنډولې، چې ورسره د سولې بین الافغاني خبرې هم ټکنۍ شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx