ورزش

د نيمار لوبډله (پي ايس جي) په لومړي وار د چمپينز ليګ پايلوبې ته ووتله

نيمار له دې وړاندې په ۲۰۱۵م کال کې برسلونا سره د چمپينز ليګ اتلولي ګټلې خو دا لومړی وار دی د پي ايس جي سره پايلوبې ته لار مومي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۹ل): د برازيلي مشهور او نامتو ستوري نيمار جونير لوبډله پاريس سان جرمان په خپل تاريخ کې په لومړي وار د چمپينز ليګ پايلوبې ته لار وموندله.

د چمپينز ليګ د نيمه پايلوبې په لومړۍ سيالۍ کې فرانسوۍ لوبډلې (PSG) المانۍ لوبډلې آر بي ليبزيګ ته په ۳-۰ ماتې ورکړه او وتوانېدله په لومړي وار پايلوبې ته لار ومومي.

د کرونا وبا له کبله نږدې ۴ مياشتې ځنډول شوې د اروپا اتلانو لیګ سيالۍ په داسې حال کې بيا پېل شوې چې د کرونا څپې لا ختمې نه دي، په دې لړ کې دغه سيالۍ د مينوالو په نه شتون کې ترسره کيږي.

د پاريس سان جرمان لوبډله چې د برازيلي نيمار جونير، د فرانسوي کيليان امباپی او ارجنټايني انخيل دي ماريا په څېر ستر لوبغاړي لري، روان کال يوازې په ټولو ۲۲ سياليو کې ۷۰ ګولونه وهلې دي.

د پاريس او ليبزيګ ترمنځ نيمه پايلوبه په داسې حال کې پېل شوه چې د پي ايس جي لوبډلې لخوا مارکينيوس په ۷مه دقيقه کې لومړی ګول وواهه او په ۴۳مه دقيقه کې دي ماريا دوهم ګول وواهه، چې په دې سره لومړۍ نيمايي په ۲-۰ پای ته ورسېده.

په دويمه نيمايي کې هم د پي ايس جي له لوري غوره لوبه نندارې ته وړاندې شوه، چې په ۵۶مه دقيقه کې خوان برنات دريم ګول وواهه او د بريا پخلی يې وکړ.

ارجنټاينی لوبغاړی دي ماريا په داسې حال کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو چې يو ګول يې وواهه او يو يې د ګول پاس وکړ. هغه تر دې دمه د چمپينز ليګ په ۸ سياليو کې ٣ ګولونه او ۶ ګول پاسونه کړي دي.

د چمپينز ليګ نيمه پايلوبې دويمه سيالۍ به د المانۍ بايرن مونشن او فرانسوۍ لوبډلې ليوان ترمنځ نن چهارشنبه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې ترسره شي.

د ۲۰۱۹/۲۰ چمپينز ليګ نيمه پايلوبو ته يوازې د فرانس او المان کلب لوبډلو لار موندلې ده، په داسې حال کې چې ريال مدريد، برشلونا، ليورپول، مانچسټر سيټي او نورې تکړه لوبډلې له سياليو بهر شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د چمپينز ليګ پايلوبه به د اګست په ۲۳مه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د پاريس لوبډلې او د نن شپې کټونکې لوبډلې ترمنځ د پرتګال په لشبونه ښار کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx