افغانستان

د قاصد څیړنیز مرکز مشر ډاکټر عبدالباقي امین په کابل کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د سولې فعال، د قاصد د ستراتيژيکو اړیکو څیړنیز مرکز مشر او د پوهنې وزارت د علمي شورا  مشر ډاکټر عبدالباقي نن په کابل کې ښار وژل شوی دی.

د پوهنې وزارت چارواکو ددې خبر په تایید سره رسنیو ته ویلي، نن سهار د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې ددې وزارت د علمي شورا رئیس ډاکټر میر عبدالباقي په موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې.

په دغه چاودنه کې ډاکټر عبدالباقي ځای پرځای وژل شوی او د ګلبدین په نوم د هغه موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

دکتور عبدالباقي امین د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی، د کابل پوهنتون ترڅنګ اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون، لیبیا او سوډان پوهنتونونو کې د استادۍ دندې ترسره کولو سربیره د سولې لپاره هم زیات هڅاند او ارمانجن ؤ.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د سولې فعالانو هدفي وژنو زور اخیستی، چې ترډیره یې پړه په حکومت اچول کیږي.

له تیرکال راهیسې د سولې فعال وحید مژده، د کابل وزیراکبرخان جومات امام ډاکټر محمد محمدایاز، د کابل د شیرشاه سوري جامع جومات خطیب مولوي عزیزالله مفلح په ګډون ګڼ شمېر د سولې فعالان او دیني عالمان په کابل ښار کې ترور شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو د استخباراتو کمیسیون خبرداری ورکړی ؤ، چې د کابل حکومت «جاسوسي شبکې» پټې کړۍ غواړي د سولې پروسې د سبوتاژ کولو لپاره دیني عالمان، قومي مشران او د سولې فعالان ترور کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دا ټول د نظار دشورا غله دي چې سوله نغواړي او له طالبانو څخه نفرت لري . ددې فاسدینو روحاني مشر غلام کرزی دی چې د خلقو ته قدرت ورکه او په میلیاردونو دالر یې غلا کړل !غلام غني کوچی هم ددې غلو په خوټو تړلی او برمته شوی انسان دی ، دا هغه زاړه غله دي چې له پښتانه او افغانستان سره حساسیت لري !

احمد خان

انا لله و انا البه راجعون، اللهم اجرلنا فی مصیبتنا و اخلف لنا خیرا منه.
واقعا چی ډیر غمیزه خبر دی. داسی پوه، منظم او مبارک انسان ډیر قیمت لری.
الله تعالی خو دا اشغالگران او ددوی ګوداګیان تباه او برباد کړی.
اللهی چی د محب، غنی، اتمر، صالح او نورو سپیو او خنزیرو چی دوی ته سپی او خنزیر ویل، دی وه بیچاره حیوانان ته غټ سپکاوی دی، په مړینه، زمونږ زړونه یخ کړی. آمین

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx