افغانستان

فاریاب: حکومت په بمبار کې ملکي وګړي وژلي/انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په جمعه بازار ولسوالۍ کې د حکومت بمبار ملکي کورونه ویجاړ وکړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې پېښه تېره ورځ د جمعه بازار ولسوالۍ اړوند «بادغیسي» نومي سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د راپورونو په بنسټ، د ځاني زیان تر څنګ ولسي وګړو ته دروند مالي زیان هم اوښتی او درې کورونه ویجاړ شوي.

ورته مهال فاریاب کې مېشت ازاد خبریال «قطب الدین کوهي» پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په یاده پېښه  کې څلور تنه وژل شوي، شپږ ټپيان دي او درې کورونه ویجاړ شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کې د صدیق په نوم یو تن، د هغه مېرمن، ۱۳ کلنه لمسۍ یې او د هغوی د همسایه  کور یوه ماشومه شامل دي.

دولتي چارواکو که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو پر ملکي وګړو د حکومت هوایي بریدونه او چاپې داسې مهال دي، چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې او د بېلابېلو جهتونو له لوري د جګړې د شدت د کموالي غږ شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x