شعـــــرونه

یتیم یم/ الفت جان

الفت جان

غمجن یمه بېوزله یم بې کوره یم یتیم یم
څه نلرم بې وروره یم بې موره یم یتیم یم

پلارجان مې د غزا په قافله کې شهید شوی
د درد په غیږکې پروت یمه بې شوره یم یتیم یم

غمونو کړاونو مې د زړه پای تخت نیولی
ځه درمه خوشحالۍ زه بې غمخوره یم یتیم یم

هو یو چا دومره ونکړل چې لږ څه په قرض راکړې
په ستړې زندګۍ کې یو بې پوره یم یتیم یم

ځوانانو د خانانو زه ګیر کړی غریبۍ یم
له ما څخه قرار شئ زه بې زوره یم یتیم یم

د ژوند ستړي وختونو یم وژلی الفت جانه
سلګیو سره ګوره اوس بې ګوره یم یتیم یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx