افغانستان

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحاديې د دوو خبریالانو وهل غندلي دي

د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحاديې له دفتره خپرې شوې خبرپاڼې د هېواد په لویديځ او مرکز کې د دوو خبریالانو وهل سخت غندلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي دي، چې د هېواد په لویدیځ هرات ولایت کې د سیمه ایز تلویزون د سیاسي خپرونې چلوونکی محمد ادریس امیني د ناپېژاندو کسانو له خوا خپل کورته څېرمه په برچو سخت وهل شوی دی.
امیني وايي چې دی نور نه غواړي خپله خپرونه وړاندې کړي، ځکه چې د خبریالانو د پوښتنې څوک نشته.
په ورته وخت کې د هېواد په مرکزي ولایت غزني کې خپلواک خبریال رحمت الله مرجانخېل د دې ولایت د والي د ساتونکو له خوا وهل شوی دی.
په غزني کې د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحاديې مسوول اسدالله جلالزی وايي، چې تر دې وړاندې هم د والي د ساتونکو له خوا خبریالان ګواښل شوي دي.
ویل کېږي، چې د هېواد په سطحه خبریالانو ته ډېری ګواښونه او اندېښنې د دولتي چارواکو له لارې ورپېښې دي.
که څه هم رسنیو په تېرو داوړو وارو ټاکنو کې د دولت پوره پلویتوب کړی دی، چې پر اساس يې په ولس کې ارزښت خورا راکم شوی دی.
بل پلو طالبان هم پرلپسې له خبریالانو غواړي چې ځان بې پرې وښيي، د طالبانو په رسمي برېښنا پاڼه کې د «د هلمند روانه جګړه او ځمکني حقایق» تر سرلیک لاندې د طالبانو د ویاند قاري محمد یوسف احمدي په رسمي بیان کې د رسنیو له خوا «بې اساسه تبلیغات» یو ستر جرم بلل شوی دی، کاږي: «موږ د تیر په څیر یو ځل بیا پر رسنیو غږ کوو چې   دهیواد دغلیمانو لپاره دي بې اساسه تبلیغات نه کوي چې دا یوستر جرم او ملي خیانت دی.»
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم په تېرو نږدې دریو میاشتو کې په غزني، کندهار، پکتیا او ننګرهار کې د دولتي چارواکو او زورواکانو له لوري ګڼ شمېر خبریالان تهدید او وهل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x