دیني، سیرت او تاریخ

د انسان د پېدايښت هدف

مولوی محمد انوارالدین شرفزی

د مخلوقاتو په پېدا کولو کې د الله تعالی لوی لوی حکمتونه دي، او هر څېز يې د جدا حکمت او فائدې لپاره پېدا کړی، څرنګه چې الله تعالی حکیم ذات دی نو هيڅ څېز يې عبث ندی پېدا کړی لکه چې فرمايي:
( أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لا تُرْجَعُونَ فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ لا إِلَهَ إِلا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ )
ژباړه: آيا پس تاسې ګمان کوئ چې مونږ عبث پېدا کړی يئ او داسې ګمان کوئ چې تاسې مونږ ته به نه رواستلی کېږئ . پس ډير لوی لوړ دی الله تعالی(له عبثیاتو او نورو عیبونو) باچا حق دی، نشته هیڅوک لائق د عبادت په رښتیا مګر خو هم دی(يواځې) رب مالک د عرش کریم عزت ناک دی.

دارنګه فرمايي:
( وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لاعِبِينَ )
ژباړه: او نه دی پيدا کړی مونږ آسمان او نه ځمکه او نه هر هغه چې په منځ د دوی کې دی په داسې حال کې چې لوبې کوونکي وو مونږ(او هیڅ يوه ګټه(فائده) د دوی په پېدايښت باندې مرتبه نه وي).

همدا راز فرمايي:
( وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لاعِبِينَ مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلا بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لا يَعْلَمُونَ ( )
ژباړه: او نه دی پېدا کړی مونږ آسمانونه او ځمکه او ټول هغه شیان چې په منځ د دغو دواړو کې دی حال دا چې لوبی کوونکي يو(يعنې عبث) نه دی پېدا کړی مونږ دغه دواړه مګر په حقه سره لیکن زیاتره د دغو(مشرکانو) نه پوهېږي(په دې چې فعل د حکیم هیچېرې له حکمته خالي نه وي).

دارنګه فرمايي:
(حم تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُسَمّىً وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ)

ژباړه: رالېږل د دې کتاب(قرآن) دی له طرفه د الله ښه غالب قوی(په نفاذ د احکامو) ښه حکمت والا (چې هر کار په تدبير او مصلحت سره کوی) نه دی پېدا کړی مونږ آسمانونه او ځمکه او هر هغه څېزونه چې په منځ د دی دواړو کې دی مګر په حقه(د پاره د دی چې دلالت وکړی په قدرت او وحدانیت زمونږ) او (په) ټاکلی (مقرر کړی) وعدی سره، او هغه کسان چې کافران شوي دي له هغه څېزه چې دوی پرې ویرولی شي(چې قرآن دی) مخ ګرځوونکي دي.

الله تعالی هيڅ څېز يې بی فائدې او بی حکمته ندی پېدا کړي او هغه کسان چې د ځمکې او آسمانونو پېدايښت ته عبث او بی فائدې وايي رب تعالی د هغو په اړه فرمايي:
( وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ذَلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّار)( )
ژباړه: او نه دی پژدا کړی مونږ دغه آسمان او ځمکه او هغه ګرد(ټول) مخلوقات چې د دغو دواړو په منځ کې دی په باطله سره، دغه(پېدا کول د دغو په باطله سره) ګمان د هغو کسانو دی چې کافران شوي دي. پس عذاب هلاک خرابي ده د پاره د هغو کسانو چې کافران شوي دي له اوره(چې سوځی به په کې).

په دغه مخلوقاتو کې عزتمند او د لوړ شان څښتن انسان دی چې الله تعالی ورته کرامت ورکړی، د انسان پېدايښت کې هم لوی لوی حکمتونه دي چې يواځې شرعي سره نه بلکه په عقل سره هم د انسان د پېدايښت حکمتونه ثابت دي.

هر عاقل انسان پدې پوهېږي چې هیڅ څېز بی حکمته او بی فائدې نه دی پېدا شوی، انسان چې کله یو څېز جوړوي نو د هغه حکمت او فاېده په نظر کې نېسي او هيڅ څېز بی فائدې او بی د حکمته نه جوړوي نو الله تعالی خو ډیر لویو او اوچتو صفتونو څښتن دی، انسان يې عبث او بی فاېدې نه دی پیدا کړی، لکه چې فرمايي:
( أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لا تُرْجَعُونَ )
ژباړه: آيا پس تاسې ګمان کوئ چې مونږ عبث پېدا کړی يئ او داسې ګمان کوئ چې تاسې مونږ ته به نه رواستلی کېږئ.

انسان د دې لپاره نه دی پېدا شوی چې يواځې خوراک او څښاک وکړي توالد او تناسل وکړي لکه څرنګه چې د حیواناتو ژوند دی رب تعالی په قرآنکریم کې فرمايي:
(وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ)( )
ژباړه: او هغه کسان چې کافران شوي دي، لږ نفعه اخلي دوی په دنیا کې او خوراک به کوي لکه چې خوراک کوي چارپايان او اور د دوزخ ځای د ورتلو او کور د اوسیدو د دوی دی.

عاقل انسانان پدې خبره پوهېږي چې د انسان هر اندام جدا جدا حکمتونو او فاېدو لپاره پېدا شوی لکه سترګی لیدل کوی، غوږونه اوریدل کوی، ژبه خوندونه معلوموي او خبری پرې کیږي، کله چې اندامونه يې د حکمتونو او فاېدو څخه ډک وي نو حتماً د انسان په پېدايښت کې حکمتونه او فائدې شته دي.

الله تعالی د ځمکې او اسمانونو، ژوند او مرګ د پېدايښت يو علت امتحان او ازمايښت بیانوي لکه چې فرمايي:
(وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلا وَلَئِنْ قُلْتَ إِنَّكُمْ مَبْعُوثُونَ مِنْ بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلا سِحْرٌ مُبِينٌ)
ژباړه: او الله تعالی هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو (اندازه) کې پېدا کړی دی، حال دا چې عرش يې پر اوبو وو، دا هر څه يي د دې لپاره پېدا کړی چې تاسې وازمايي چې کوم يو له تاسې ډير ښه عمل کوونکی دی.

دارنګه فرمايي:
(الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ) ( )
ژباړه: الله تعالی هغه ذات دی چې مرګ او ژوند يې د ارموينې لپاره پېدا کړی چې کوم يو له تاسې ښه عمل کوي.

چې د همدغه ابتلاء، امتحان او ازميښت په وسیله د الله تعالی د نومونو او صفتونو اغېز څرګندېږي لکه الرحمن، الغفور، الحکیم، التواب، الرحیم او د الله تعالی نور اوچت او لوی لوی نومونه او صفتونه.

لنډه دا چې: انسان په پېدايښت کې د الله تعالی زیات حکمتونه دي چې په ځېنو يې پوهېږو او ځېنې باندې نه پوهېږو، په دنیا کې انسان د ځمکې پر مخ خليفه وګرځيد، او د خلافت مقصد په انسان باندې امتحان کول وو، د خلافت موضوع يې د الله تعالی پېژندګلوی او عبادت دی، نو داسې وايو چې د انسان دپېدا کولو اهداف عبارت دي له:
۱ – د الله تعالی معرفت او پېژندنه
۲ – د ځمکې خلافت ورته سپارل.
۳ – په نعمت او نقمت د انسان ازميښت
څرنګه چې الله تعالی انسان ته پر نورو مخلوقاتو کرامت ورکړی نو ځکه يې ورته په توحید منلو امر کړی، او په ایمانیاتو باندې باور لرل يې پرې لازمي کړی.او د ځمکې خلافت يې ورته سپارلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx