افغانستان

د اشرف غني ادعا؛ که پاتې طالب بندیان خلاص شي نشه يي توکي به تر اروپا او  امریکا ورسېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، که د پاتې طالب بندیانو له خلاصون سره «جرمونه» او د «نشه يي توکو قاچاق» زیات شو؛ د اروپا او امریکا مشران به یې په مسئولیت کې شریک وي.

څلور سوه طالب بندیان د طالبانو له لوري د سپارل شوي پنځه زره کسیز لست برخه دي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ یې په خلاصون باندې توافق شوی او  په دې وروستیو کې يې ظاهرا د حکومت د ملاحظاتو له امله د خلاصون موضوع جنجالي شوې.

شاوخوا لس ورځې وړاندې اشرف غني د یادو  بندیانو د خلاصون په تړاو مشورتي لویه جرګه راوبلله او د یادې جرګې له موافقت وروسته نوموړي د یادو  بندیانو د خلاصون فرمان هم لاسلیک کړ؛ خو لس ورځې وروسته د پاتې څلور سوه بندیانو له ډلې یوازې اتیا تنه یې خلاص شوي.

اشرف غني د یادو بندیانو په تړاو له ټایمز مجلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي «که چېرې په برتانیا کې نشه  يي توکي زیات شول او یا د امریکا تر سواحلو ورسېدل د ټولو هیوادونو مشران به یې په مسئولیت کې شریک وي. که پاتې طالب بندیان خلاص او بیا جرمونو ته مخه کړي؛ دا به د ټولې نړۍ مشترک مسئولیت وي.»

د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او له خپلې ژمنې سره، سره د پاتې طالب بندیانو په نه خلاصون د غني ټینګار داسې مهال دی، چې د یادو بندیانو د نه خلاصون له امله بین الافغاني مذاکرات تر نامعلومې نېټې ځنډېدلي او د اوربند د تامین چې تمه وه په بین الافغاني مذاکراتو کې بحث ورباندې وشي؛ مخه نیول شوې.

ورته مهال طالبان بیا حکومت تورنوي، چې د پاتې طالب بندیانو په خلاصون کې «ناغېړي» کوي او له همدې لارې غواړې د سولې مذاکرات وځنډوي.

طالبان ټينګار لري، چې د خپلو پاتې بندیانو له خلاصون وروسته تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

هههه دا دی ډاکټر ته یو سی مریض دی

محمد ظاهر حلمی

دمخدره توکیو قاچاق دغربی نړی دنده ده پدي اړه دغنی صاحب څرګندونی دشرم وړخبره ده الله د ورته هدایت وکړی

جميل

هيڅ ئی تصور نکيږی چی دا غلام څومره خبيث ، بيحيا ،….او د انسانيت او افغانيت څخه پردی د انسان په شکل لوی ابليس دی ، د دی خبيث ټولی خبری او کړه وړه تر شيطان پورته دی شيطان ئی شرمولی دی ، شيطان لا وايی چی زه د خپل رب څخه بيريږم خو دا وګوری . ای خبيثه لويه جرګه دی ولی جوړوله ، د ۴۰۰ طالب بنديانو د خلاصون فرمان دی ولی لاسليکاوه ؟  پدی پوه سه چی اسټراليا او فرانسه امريکی ته چُړنګ هم نسی کولای او د نورو مزدورانو سره يوځای د امريکی په قومانده په… نور لوستل »

Adam Khan

Ghani Jan, trust me it is time for you to just move out of the country. Please do not make excuses and do not kill the young Afghan Muslim nation. Just go back to NY and there are lots of night clubs, girls and boys, leave Muslim Afghans alone. You need to look a little at the Afghan history too not only your own personal future.
We do not want to see your body hanging from that tall post on the top of TALVISIOON GHONDI I mean the TV Hill.

Don’t be stubborn like Dr Najeeb.

احمد

او د لیونی غنی. خیاطانو تاسو خو لږ شرم وکړي چې ددې لیونی دفاع کوی وګوری دا خر مو څه څه خبری کوی په لسو ورځو کې خو دا لیونی شل ځلې بدل را بدل شو اوس تاسې له دې لیونی څه لیدلي چې خپل ضمیر ددې لیونی لپاره خرڅوي.

Adam Khan

This Ghani is also trying to divert the attention of Afghans and the international community away from the Taliban Jehad and struggle for an independence to drugs and crimes. But he connot cover the facts

LAMAR PA 2 GOTTO NA PATTEGGI

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx