افغانستان

حکومت فاریاب کې د سولې د هڅو فعال «اسدالله کاکړ» پر کور بمبار کړی/انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د سوله ییز او مدني فعال «اسدالله کاکړ» پر کور بمبار شوی، او د دریو ښځو په وژل کېدو سربېره ګڼو نورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سیمه ییزو سرچینو «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې پېښه نن دوولس بجې شاوخوا د قیصار ولسوالۍ اړوند «چهلګزي» نومي سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې درې ښځې وژل شوې او ګڼو نورو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د سرچینې په خبره، په هوایي برید کې د اسدالله کاکړ د ورور «حاجي امان الله» مېرمن او دوه لوڼې وژل شوې.

ورته مهال «اسدالله کاکړ» هم پر خپل کور برید تاییدوي او  په همدې تړاو يې پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي « وحشي ځناورو نن زموږ پر کورنۍ هم باالآخره ړنده بامباري وکړه زموږ د ماشومانو په شمول زناني هم شهيداني شوي.»

د کاکړ په خبره، د «وحشي ځناورو» په هوايي برید کې د وژل شویو تر څنګ ځیني کسان ټپیان شوي هم دي.

که څه هم تر دې دمه ځايي امنیتي سرچینو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په درشل کې د سوله ییزو فعالانو او د حکومت د منتقدینو په وړاندې ګواښونه زیات شوي.

څو ورځې وړاندې لیکوال او خبریال «رحیم سکندر» د خپل فعالیت له امله ملي امنیت ونیو او همدا نن ورځ  بیا په کابل ښار کې د سوله ییز فعال او د قاصد څېړنیز مرکز مشر «عبدالباقي امین» ترور شو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا سپين سترګی بيهمته او بيحيا غلامان نورهم ځانونه ښيی چی دوی سوله نه غواړی نو په توره بايد رام سی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx