ټولنیزه برخه

د الله تعالی څخه څوک ډېر وېریږي؟

مولوي محمدرضاء رحماني

نن صبا ددې زماني منافقین او د غرب دیموکرتان په ډېر کوښښ او زیار ساده مسلمانان پر خپلو دیني علماؤ بدبینه کوي.

راځئ چې ددې خلکو په أړه الله تعالی څه فرمایي!
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَآبِّ وَالْأَنْعٰمِ مُخْتَلِفٌ أَلْوٰنُهُۥ كَذٰلِكَ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُور ٌ(سُوۡرَةُ فَاطِر : 28)

او په همدې ډول د انسانانو، ځناورو او څارويو رنګونه هم مختلف دي. حقيقت دا دى چي د الله د بندګانو څخه یوازي عالمان د هغه څخه ډېر وېریږي. بېشكه الله تعالی برلاسى او بښونكى دى.

د علماؤ وېره د نورو په نسبت ډېره ده ، دا په دې معنا نده چې ګواکې نور مسلمانان له الله تعالی څخه نه وېریږي ، بلکې هر مؤمن له الله تعالی څخه وېره لري ، لیکن دا وېره یو تربله توپیر لري.

د حقاني علماؤ وېره د عامو مؤمنانو په پرتله ځکه ډېره ده چې هغوی د الله تعالی اولهیت پېژني ، د هغه مخلوقات پېژني ، د الله تعالی د حدودو ترڅنګ همېشه ولاړ وي ، د الله تعالی هر أمر پر ځای کوي ، عمل یې له قول سره برابر وي ، هغوی د الله تعالی په مخلوق کې د هغه څخه کامل وېرېدونکي خلک دي .

د أیت مبارک څخه مطلب د وېرې کمال دی ، هسې خو هر مؤمن له الله تعالی څخه وېریږي ، خو د وېرې کمال په علماؤ تمام شوی دی ، ځکه چې الله تعالی خپل معرفت ورکړی د هغه معرفت په وجه د هغه قدرت او سلطنت ور معلومیږي ، ددې وجې څخه څومره چې معرفت او نزدېکت حاصلیږي همدومره د الله تبارک وتعالی څخه وېره لویه او زیاته وي.

سلیمان بن یسار رحمه الله یو مشهور محدث و ، هغه یوځل حج ته روان شو ، د لارې په اږدو کې د یو ځنګل په مېنځ کې تم شول ، ملګري یې د څه کار په موخه ښار ته ولاړل ، سلیمان رحمه الله په خپله خیمه کې یواځې پاتې شو.

دغه وخت یوه ډېره ښایسته ښځه دهغه خېمې ته راغله ، د څه شي غوښتنه یې وکړه ، هغه د خوراک څه ورکړل ، بیا یې په ښکاره ډول وویل: زه ستا څخه هغه څه غواړم چې یوه ښځه یې له سړي څخه غواړي!
بیا یې وویل ګوره ته ځوان یې او زه ښایسته یم ، ما او تاته د خواهش پوره کولو لپاره ډېر ښه پرست دی یواځې یو هیڅ څوک هم نشته!

سلیمان رحمه الله چه دا خبرې واورېدې نو په ځان پوه شو چې شیطان ملعون زما د ټول عمر کوښښ له مېنځه وړلو لپاره دا ښځه رالېږلي ده.

هغه د الله تعالی له وېرې په ژړا شو ، دومره یې وژړل وژړل چې هغه بدعمله ښځه له ډېر شرمه له دې ځایه وتښتېده ، سلیمان رحمه الله، د الله تعالی شکر آدا کړ چې د لوی مصیبت څخه یې خلاص کړم.

شپه شوه په خوب وېده شو ، یوسف علیه السلام یې په خوب ولېده ، یوسف علیه السلام ورته وفرمایل: ته د الله تعالی یو ولي یې خو هغه کار دې ترسره کړ چې د الله تعالی یو نبي ترسره کړی و.

د جنید بغدادي رحمه الله په زمانه کې یو مالدار سړی وو چې ډېره ښایسته مېرمن یې وه ، هغې به په خپل ښایست ډېر ناز کاوه ، یوه ورځ یې ځان سینګار کړ خپل خاوند ته یې ډېر په ناز او نخرو وویل: داسې څوک نشته چې ما اویني او زما طمع دې ونکړي.

خاوند ورته وویل: زه په دې عقیده یم چې جنید بغدادي رحمه الله به ستا هیڅ پروا ونکړي ، مېرمنې یې وویل: که ماته اجازه راکوې زه به پر جنید بغدادي رحمه الله یو أزمېښت وکړم؟
ګورم چې جنید بغدادي په څومره اوبو کې دی ، خاوند اجازه ور کړه.

ښځې ځان سینګار کړ او د یوې دیني پوښتنې په پلمه د جنید بغدادي رحمه الله ځای ته ولاړه مخ یې بربنډ کړ ، جنید بغدادي چې ښځه او د هغې ښایست ولیدل نو په لوړ آواز یې د الله نوم ته ضرب ورکړ او دهغې په زړه یې وار وکړ ، د هغې په زړه کې ښخ شو.

د زړه حالت یې بدل شو کورته راغله ، د ژوند حالت یې بدل شو ، ټولې نخرې پېښې یې پرېښودې ، ټوله ورځ به یې د قرآن کریم تلاوت کاوه ، او ټوله شپه به د الله تعالی په عبادت ولاړه وه ، د الله تعالی وېرې او د محبت اوښکو یې پر مخ لارې جوړولې ، نو ددې مېرمنې خاوند به ویل چې ، ما له جنید بغدادي سره څه بد کړي و چې زما له مېرمنې یې راهبه جوړه کړه او زما له کاره ولوېده.

اللهم صل علی محمد وآله وعترته بعدد كل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx