ادبي لیکني

د خبر لیکنې ژورنالستیک ارونه «پنځمه برخه»

مفتي فضل هادي سالک

د خبر ډولونه:

خبر د بیلابیلو برداشتونو او سرچینو له  مخې  اقسام  لري، چې  یو څو  به یې دلته  د بیلګې  په  ډول  رانقل  کړو.
سخت او نرم خبر: (Hard and soft News):

سخت خبر: دا هغه خبر دی چې ډیر مهم وي، د حکومت کومه نوې داسې پریکړه چې د ټول هیواد په حالاتو اثر پریباسي، په ملګرو ملتونو کې په کومه مهمه مسئله خبري کول ،د مالیې کموالی او زیاتوالی او داسې نور…یعنې داسې خبرونو ته ژور پام کیږي.

نرم خبر: دا یو داسې خبر دی چې اغیز یې له سخت خبر څخه  کم وي ،لکه کومه سیمه يیزه غونډه ،د داسې کوچنیو جرایمو خبرونه  چې عام وي ،یا کوم سیمه يیز  ښوونځی  او داسې نور…

د خبر بل ویش؛ جامد  او مستعد خبرونه:

جامد خبر: دا ډول خبرونه بې اغیزې او زغمونکي خبرونه دي ،چې په اسانۍ ترلاسه کیدای شي لکه د وزیرانو ويناوې، په مطبوعاتي کنفرانس کې کیدونکي بیانونه او داسې نور…..

مستعد خبر: دا متروک یا عملي خبرونه دي،چې لوستونکي زیات اغیزمن کوي، دا هغه خبرونه دي، چې خبریالان یې د خپلې مینې له مخې پیداکړي، یایې په خپلو هڅو پيل کړی وي او اوس یې خپروي ،رښتیا هم چې خبریالان لدې  ډول  خبرونو نه  ډیر خوند اخلي.

د خبر لیکنې سبکونه (لارې چارې ):
(ډاکتر یونس شکرخواه)  وایي چې لکه څنګه چې  خبر پیدا کول او پسې ګرځیدل له ستونزو نه ډک وي ،همداسې ورته خبري  چوکاټ  جوړول  او پدې  چوکاټ  یا  قالب کې  اچول  هم  له  کړاونو نه  ډک وي ،دلته  به  د خبر سبکونه یا قالبونه  یوڅه  په  تفصیل  سره  ولیکو چې  د خبر لیکونکیو لپاره د خبر لیکلو  ژورنالستیکه  چاره  اسانه  شي.

۱-هرم ډوله سبک :(Inverted Pyeamid)
۲-تاریخي سبک(Chaonoloygicalstyle)
۳-له لیډ سره یوځای تاریخي سبک (Combiation style)
۴-دحیرانونکې پای لرونکی سبک (Surpriseendiny)

(۱)-هرم ډوله سبک:
پدې ډول سبک کې د خبر پیل د مهمو او جالبو ټکو څخه کیږي، یعنې د خبر په لومړي پراګراف کې مهم مواد وړاندې کیږې او همداسې نور مواد د ارزښت له مخې یو په بل پسې راوړل کیږې آن چې پای کې یې داسې بیان راځي چې موخه ورته وایې ،لاندیني شکل کې به وګورئ چې دخبر پای کې هغه ټکي کاریږې چې لږه پاملرنه ورته کیږي.

حقیقت کې د هرم ډوله سبک په چوکاټ کې وړاندې شوي خبر ته، ډیرو مهمو ټکیو ته لومړی پام اړول کیږې، چې ددې سبک شاته یو تاریخي ارزښت پروت دی ،دا سبک هغه مهال  ډیر کاریده چې په نړۍ کې د تلګراف اختراع وشوه ،خبریالانو د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د اړیکو د پرې کیدو  له ویرې لومړی د خبراصلي توکي مخابره کول او د ارتباط د ټینګتیا  په صورت کې به یې وروسته تفصیل وړاندې کاوه ،په هر حال په هماغه ډول چې ویل شوي، پدې سبک کې لیډ  یا د خبر توکي او په ترتیب سره نورټکي د مهموالي اصل ته په پاملرنه سره لیکل شوي.

د خبر هرم ډوله سبک دوو  موخو لپاره کارول کیږي.

الف :که لوستونکی دخبر له پیل سره مېنه وښایې تر پایه به یې په چټکۍ سره دخبر دلوستلو تلوسه پیدا کیږې وخت به یې مصرف نشي .
ب :په طبعي ډول دپیښوپه اړه دخبر وړاندې کول ،لکه چې خلک یې په خپلو مینځونوکې همدا ډول کاروي ،پدې سربیره دوه نورې ګټې هم لري.

A:  د خبر محتوی چې په لیډ کې ځاییږې ،نو ټایټل جوړول هم اسانیږې.

B: د مطالبو د ډیروالې پر وخت چې ځینې برخې یې کمیږې ،نو اصلي مطلب پر خپل ځای پاتې کیږې او دخبر دنوې والې له کبله ورځپاڼه کې نورومطالبوته هم ځای پاتې کیږې ،داچې په ورځپاڼو اومجلو کې اوږده اوږده مطالب لوستونکي ستومانه کوي او خلک دپخوا په نسبت کم وخت لري ،ترڅو اوږده مضامین ولولي، نو دورځپاڼو لیکونکیوترمنځ  داسبک  ډیر منلی او د خوښې وړ دی.
دهرم ډوله سبک کارونه:
خبریالان او ورځپاڼه لیکونکي ددې سبک نه د سیمینارونو، غونډو، ویناوو او ورځنیو موضوعاتو څخه د خبر جوړولو په مهال ګټه اخلي، خو له بده مرغه ځینې خبریالان د مرکې پر مهال په ناپوهۍ سره د همدې سبک په ډول مهمې پوښتنې د مرکې په سرکې تر سره کوي، پداسې حال کې کیدای شي ،دا کار د مرکې لوری واړوي او مرکه کوونکی ښایي داسې  ځوابونه ورکړي چې سره تړلې وي.

(۲)تاریخي سبک:
د تاریخي سبک د پیژندنې په باب (ډاکتر شکرخواه )په خپل کتاب کې لیکي:
چې دې سبک کې د هرم   ډوله سبک پر خلاف موضوعات دپیښیدو په لحاظ د خبرپه متن  یا اخر  کې راوړل کیږې ،پدې سبک کې خبریال   لکه  دیوه قاضي رول  نه  لوبوي، چې پریکړه وکړي ، کوم خبر لومړی اوکوم خبر ورپسې ولیکې ،پدې توګه تر ډیره  بریده  په  خبر کې دخبریال دنظر دځایه کولومخه نیول کیږي ،او همدا رنګه د هرم  ډوله  سبک پر خلاف مطالب په تفصیلي ډول وړاندې کیږې ،خو تاریخي سبک هم( لیډ) لري، چې خبرپه سرکې لیکل کیږې، خو دا  (لیډ )ځکه لیډ نشو بللای، چې ډیر وي، خو مطلب نشي افاده کولای.

دلته مهمه دانده چې کوم ټکی مخکې او کوم وروسته راوړل شي ،مهمه داده چې دپه زړه پورې لارښوونو نه کار واخستل شي ،دا موضوع د فورمول  نه په ګټه اخستنه  توپیر لري ، خبر لیکونکي باید تل فورمول ته د شک په سترګه وګورې ،ځکه فورمول کارول د خبر نوی والی له نابودۍ سره مخ کوي.

ددې نه وړاندې چې( لیډ) سره یوځای تاریخي سبک مطالعه کړو،بایددتاریخي سبک نه چې دګزارشونو،مقالو ،تحقیقاتواودغونډوڅخه دخبرپه جوړولوکې کار اخستل کیږي، مطالعه اړینه ده.

(۳)لیډ لرونکی تاریخي سبک:
دا ډول سبک څنګه  چې  له  نامه  نه  یې  ښکارې، دپورتنیو دوو سبکونو یوځای کول دي او یوازې دښاري رپوټونواو پیښوپه اړه کارول کیږې ،ددې لپاره چې پخپل ذهن کې  ددې سبک لپاره یو انځور پیداکړو،بهتره ده  ووایوچې: دتاریخي سبک ډول چې پکې مطلب له پیل نه تر پایه پورې دپیښو دپیښیدو په  ترتیب سره لیکل کیږي.

لیډ لرونکی تاریخي سبک د ورځپاڼه لیکونکیو په ځانګړې ډول دهغوپه منځ کې چې ښایې رپوټونه او پیښې را اخلي ځانګړی ځای لري‌.

(۴)-دحیرانوونکې پای لرونکی سبک:
دا سبک تر ټولو خوږ سبک دی پدې سبک کې د پیښې ځاندره  (قلف )دخبر په پای کې خلاصیږې او لوستونکی حیرانوي  ،داسبک ددې لپاره دورځپاڼو لیکنې په ادبیاتوکې رامنځته شو،چې دلوستونکې کومې لټونې ته ځواب ووایې ،یعنې دحیرانوونکې پای لرونکی سبک څخه هغه وخت کار اخستلای شو ،چې دې پیښې کې د حیرانۍ موضوع اخښل شوي وي.

نوربیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx