نظــر

ايا ازادي غازي امان الله اخيستې؟

عبدالحميد راشد

موږ د داسې يو هېواد وګړي يو ،چې  په واقعي ډول دلته استعمارګارانو ، ټلوالو ، او مختلفو ، پرګنو چې د دې هېواد سپکه يې غوښتله ، او د دې هېواد د نېونې هڅه کړې مات کړاى شوي ، او مسلمانو  باحساسه په اسلامي او وطني مينه سمبالو ريښتېنو مسلمانانو ځوانانو او مشرانو د هغوې مقابله کړې ، او د هغوې مخې ته ودريدلي، نو په همدې پړاو کې څه د پاسه پيړې وړاندې مسلمانانو رېښتېنو افغانانو د انګريزانو خلاف جهاد وکړ او انګریزان يې مات کړ ، او له هغوې څخه يې اﺯادي واخېسته.

خو متأسفانه چې يو مشکل چې موږ ورسره پخوا  او اوس لاس ګريوان وو ، د سالم او صالح رهبريت نشتون دى.

په هغه وخت کې هم رهبريت داسې چا ته په لاس ورغئ ، چې په تمامه معنى سيکولر او د غرب فرهنګپال وه ، هغه په ځاى د دې چې د مجاهدينو د سرښندنو قدرداني وکړي ، هېواد په دين او دنيا اباد کړي ، له اوله سره يې د غرب فرهنګ ته کار پېل کړ ؛ښځه يې په اروپا وګرځوله کله يې چې افغانستان ته راوستله نو سمدلاسه يې د حجاب توهين پېل کړ او ښځې يې سمدلاسه حجاب  له سره لرې او په ځمکه راوويشت، چې همدا عمل د مجاهدينو او ﺯموږ د نيکونو له وينو سره جفا او د فکري اشغال پيلامه وه ، ځکه بريطانيا همداسې افغانستان غوښت لکه څه ډول چې ثريا ورته پيل وکړ.

د امان الله خان دې کړنو مجاهد ملت همداسې پرينښود بلکې  د ده په خلاف ملي قيام پيل شو ، چې دى له هېواده تېښتې ته اړ کړل شو.

د امان الله خان وروسته دوره:
لکه څنګه چې امان الله اﺯادۍ ته په سپکه وکتل ﺯموږ د نيکونو سره يې جفا وکړه نو متعال رب هغه هم ﺫليل کړ ، خو هېواد مو بيا هم داسې رهبريت پېدا نکړ چې د دې ملت په درد دې دوا شي ؛  ځکه مو هېواد لا تراوسه هغه څه ندې لاسته راوړي چې دغه غمځپلۍ ولس ورته ضرورت لري ، د امان الله خان وروسته ﺯياته د امنيت او ارامي او د پرمختګ عصر د ظاهر شاه وه ، هغه چې نه د دين شو او نه د سادين؛ ځکه د ظاهر شاه په وخت کې هېواد د امنيتي لحاظه کره وه ؛ د نړۍ په افغانستان کې علمي کدرونه موجود وه ، په هېواد کې بهرنۍ لاس وهنې کمې وې ؛ خو استراحت طلبي ظاهر د نړۍ رفاه او ارامۍ  ته هم نظر ونکړ ، بنيادي کارونه يې ونکړل ، د استعدادونو قدردانۍ يې ونکړ ؛ فقط ﺯيات تمرکز يې په خپلو چکرو ، شرابو او خواهشاتو وکړ او خپل خواهشات يې پوره کول ، نو په نتيجه کې د افغانستان د مجاهد او وطن پروروه ولسونو سره ظاهرشاه ستره جفاء او څلويښت کاله يې د افغان ملت سره ستر خيانت وکړ ، چې په ټوله کې دا دوره د افغان ولسونو وژنه وه ؛ ځکه نړۍ په دې دوره کې عصري وسائل جوړ کړل اکتشافات او اختراعات يې وکړ ، خو ﺯوړ غويه محض خپلې چکرې او خواهشات پوره کول ، نو ځکه موږ په عصري نړۍ کې بې سياله پاتې شو، او د پرمختګ څخه لرې په ﺯړو ټغرنو ناست پاتې شو، چې دې کار بيا هم اشغالګرو او هېواد دښمنو ته د دې موقع ورکړه چې افغانستان دې بيا د شوروي ښکېلاک خولې ته وروغورځي؛ او د اسلام څخه لرې کمونيﺯم او کمونيستان چې د ورستېو لسېﺯو د وژنو ريښتيني عاملين دي حاکم شول.

نور بيا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx