ټولنیزه برخه

 ايا جنت کې مو درجات پېژندلي دي؟

(د حياه عربي پاڼې څخه)

ژباړونکى: عبدالحميد راشد

راځې نن مو د جنت د مختلفو درجاتو خبر کړم ، هغه چې متعال رب يې د  قرآن کريم  سورت الرحمن کې يادونه کړئ ؛ راسره تم شئ او دغه ارﺯښتناک مطلب ولولئ!

شيخ ﺯغلول نجار رح  وايې: ما يوه ورځ سورت الرحمن لوسته ؛ نو ﺯما  اواﺯ يو مشر سړي واوريد نو هغه وويل  ﺯه داسې حس کوم چې دغه سورت د لومړي ځل لپاره اورم ، او داسې انګيرم چې د لومړي ځل لپاره يې تلاوت کوم، او د دې څخه وړاندې مې هېڅ نه وي تلاوت کړى.

دې مشر  سړي ﺯما څخه پوښتنه وکړه وي ويل:
الله متعال په 46 لمبر ايت کې فرمايي.
(ولمن خاف مقام ربه جنتان )
ژباړه : څوک چې د خپل رب له مقام څخه وويريږي نو دوى ته دوه جنتونه دي.
او بيا په (62) لمبر ايت کې فرمايې:
( ومن دونهما جنتان )
ژباړه: او له دې څخه علاوه دوه جنتونه نور دي.
نو له دې څخه جوتيږي ، چې جنت کې څلور جنتونه دي ، او په دوه دوه برخو ويشل شوي.
نو د دې تر منځ څه فرق دى؟

نو ما ورته وويل ﺯه پرې نه پوهېږم.

نو هغه وويل ﺯه به يې درته روښانه کړم او معلوميږي چې د دواړو تر منځ روښانه فرق موجود دى.

اول توپير ونو د خړانګو او رڼا له پلوه د جنت ډولونه:

1-تر ټولو غوره هغه دوه جنتونه  چې  د متقيانو لپاره دي ، (متقيان د الله تعالى څخه ويريدونکي خلک)
د دوى لپاره هغه دوه جنتونه چې(ﺫواتا افنان) وي
ژباړه :چې  خاوندان د د دوه خړانګو وي.

دا به په داسې ونو مشتمل وي چې ګڼې به  وي او د ګڼوالي سره سره به پکې سپېنه رڼا موجوده وي ، نو دا څه نا اشنا منظر شو چې له يوه لورې ګڼ والۍ وي، او له بل لوري سپېنه رڼا.

2- ﺫواتا افنان څخه په مرتبه کې ټيټ جنتونه(مدهامتان):
دا  هغه جنتونه دي چې له اول ډول  څخه په مرتبه کې ټيټ وي،او ديته  (مدهامتان) وايې ؛ داسې جنتونه چې په ګڼو ونو به پوښلې وي ، لکن رڼا به پکې نه وي ، نو پوه شه چې اول کې له ګڼوالي سره سره رڼا هم وه او دوهم ډول  کې رڼا هم  نشته ، نو دغه دوه نور جنتونه د ښايست له کبله له اول ډول څخه په منظر کې  کم دي.
دوهم توپېر په درجاتو کې د چېنو له پلوه
دوه جنتونه د متقيانو لپاره دي:
( فيهما عينان تجريان )
داسې جنتونه چې  په هغې کې چيني بهيږي، او د بهېدونکو چېنو اوبه  ډېرې پاکې وي.

او هغه جنتونه  چې په درجه کې کم دي،  هغه جنتونه دي چې جوشېدونکې چيني ولري ، داسې چيني چې هغه جوشيږي خو جاري او بهېدونکي نه وي ؛ نو معلومه شوه چې کومې چيني بهېدونکي وي، هغه به جوشېدونکې هم  وي ،  لکن بالعکس داسې نده.

نو دلته هم د متقيانو لپاره د بهېدونکو چينو واله جنت غوره شوى ، نه د جوشيدونکو چينو واله ، ځکه د بهېدونکو چينو واله منظر ډېر خوندور وي.
د ميوه د قسمونو له پلوه د جنت مرتبې.

1- لومړى هغه دوه جنتونه چې د متقيانو لپاره دي :
( فيهما من كل فاكهة زوجان )، په دې کې به د هر ډول مېوو څخه جوړې جوړې وي، يعنې څو نوعه  ميوې به د هر صنف نه وي.

لکه خورما کې ؛ وچې ، لمدې ، ….چې د دې په خوشوبوي او خوند کې به توپېر نه وي.

2- دوهم  هغه جنتونه چې درجه کې کم وي
( فيهما فاكهة ونخل ورمان )نو هغې کې به ميوي وي او خورما او انار به وي؛او هره ميوه به فقط يوه نوعه ولري، چې د دې خوند له هغه اول ډول څخه کم راځي.

د تکياګانو او فرشونو له پلوه د جنت مرتبې:
1- لومړى:غه دوه جنتونه چې د متقيانو لپاره دي:
( متكئين على فُرش بطائنها من أستبرق وجنى الجنتين دان )

ژباړه : دوى به تکيه وهونکې وي ، په فرشونو باندې، چې منځونه به يې له ورېښمو څخه وي اوميوي به يې خاوندانو ته  نژدې وي ، کله يې چې اشتها راشي نو استفاده به ترې کوي.

فکر وکړه! کله چې منځونه د ورېښمو وي نو ظاهرا به څومره ښکلې وي.

چې په همدې اړه له رسول اکرم صلى الله عليه وسلم څخه حديث روايت شوى ، چې فرمايې : ښکاره کېدونکي ځايونه به يې له نور څخه وي چې پړقيږي به.

ونه به جنتي ته نږدې کيږي او جنتي به ډډه وهلې وي نو هغه به ځانته د هغې له څانګې راشکوي.
فکر وکړه ! چې ونه ستا خواته رانږدې کيږي او تا ډډه وهلې وي ، ته پکې ځانته ميوه خوښوې ، او بيا يې راشکوې، نو دا څومره خوندور منظر دى.

2- دوهم: کمې مرتبې واله جنت:
( متكئين على رفرف خضر وعبقرى حسان )
ژباړه : دوى به ډډه وهونکي وي په شنو  ښايسته او نرمو بالښتونو باندې.

نو دلته ښکاره له پټ حالت څخه معلوم نشو ، او نه د منځ د بالښتونو حالت بيان شو بلکې مطلق ﺫکر شو.

نو دا له هغه اول جنت څخه په مرتبه کې کم شو ، ځکه ظاهر يې له باطن څخه مشخص نشو.

يادونه : پورته مراتب مختلف خاوندان هم  لري ، ځکه چا کې چې څومره تقوا ، ويره او دين ډېره ژمنتيا موجوده وي نو هماغه شان به په عالي درجو د جنت کې وي او چا کې چې لګ څه کمه وي نو هغه لپاره به درجه هم لګه کمه وي، او له اعلى سره به توپېر ولري ؛ دا د متعال د ستر او لا مثاله عدل څرګندونه کوي.

نو پورته د جنتونو انواع شول شايد مخکې مو نه وي لېدلي ، نو د متعال رب څخه ټولو مٶمنانو خصوصا د خپل ځان او والدينو ته د  جنت د اوچتو درجو غوښتونکى يم.

متعال رب دې موږ په سترو نعمتونو وناﺯوي.

ځکه د متقيانو لپاره متعال رب ستر نعمتونه تېار کړي ، ځکه متقي انسان د الله متعال نه په پټه او ښکاره ويريږي، نو په همدې بنياد ورته متعال رب ستر درجات په جنت کې ورکوي، او په سترو نعمتونو يې ناﺯوي.

الله متعال دې موږ د متقيانو له جملې څخه وګرځوي، تر څو په جنت کې د لوړو درجو څېښتنان شو.

وما ﺫالک على الله بعزيز

ستاسو د دعا په هېله

عبدالحميد راشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx