افغانستان

هریپور کې د افغان کډوالو ترمنځ نښته کې ۷ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت په هریپور پنډغالي کې د  افغان کډوالو د دوه ملکانو ترمنځ د «کرونايي» مرستې د ویش پر سر رامنځ ته شوې شخړه کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

له هریپور کیمپ څخه یو افغان کډوال د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې دا نښته نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د هریپور پنځم نمبر کیمپ کهلابټ کالونۍ اړوند چاندي چوک کې هغه دفتر کې دننه رامنځ ته شوه، چیرته چې د پاکستان حکومت لخوا «کرونا» ځپلو افغان کډوالو سره د «۱۲۰۰۰» روپیو مرسته ویشل کېدله.

په پېښه کې د ملک هبت شاه ځدراڼ په ګډون یو طرف نه ۵ تنه او د حاجي بهرام منګل په ګډون بل طرف څخه ۲ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، ملک هیبت شاه ځدراڼ چې پخوا یې د هریپور کیمپ د برېښنا ټیکه داري په غاړه د اختلاس او خلکو سره د بد چلن له کبله خلکو معزول او پرځای یې حاجي بهرام منګل ته د برېښنا ټیکه سپارلې وه، چې له هغه وخت راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې وې.

داچې دواړه کورنۍ څنګ په څنګ اوسېدلې او هره ورځ یې ترمنځ تاوتریخوالی زیاتېدو، نن د چهارشنبې په ورځ د کرونا ځپلو د مرستو ویش په ځايي دفتر کې یې لومړی د سوک څپیړې شخړه کړې وروسته یې د چاقو او تمانچو په بریدونو سره یو تر بله زیان رسولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x