افغانستانسولې اړوند خبرونه

ایران د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» د کابل له بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» سره په تلیفوني خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب وړاندیز کړی.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې ظریف د مشورتي لویې جرګې له پرېکړو، د افغانانو په رهبرۍ د سولې له پروسې او په افغانستان کې د جمهوري نظام له ساتلو د ایران ملاتړ اعلان کړی او د نوولس کلنو لاسته راوړنو په خوندیتوب یې ټینګار کړی.

ظریف ددې تر څنګ وړاندیز کړی، چې ایران د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب او همکارۍ ته چمتو دی.

ظریف او اتمر داسې مهال د افغان سولې په اړه غږېږي، چې د کابل حکومت له لوري د پاتې طالب بندیانو د خلاصون د پروسې درولو د یادو مذاکراتو پیلېدو ته راټوکېدلې هیلې مړاوې کړې.

حکومت ادعاء لري چې د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون په اړه د بهرنیو هیوادونو ملاحظاتو د پاتې بندیانو د خلاصون پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې.

ورته مهال طالبان بیا حکومت تورنوي چې د سولې د خبرو ځنډولو په هدف ددوی د پاتې بندیانو په خلاصون کې «ناغېړي» کوي.

د طالبانو له قوله، که ددوی پاتې بندیان خلاص شي دوی به د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

تر دې وړاندې داسې تمې وې چې ښايي د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو درې ورځې وړاندې د روانې اګست میاشتې په «۱۶» مه په دوحه کې پیل شي او تر هغه وروسته د ټولو اړخونو په توافق دویم پړاو په بل هیواد کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx