افغانستان

ننګرهار کې د توپچي برید پایله کې ۷ تنه ملکیان ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د خلکو په ولسي آبادۍ د توپچي وسلو برید کې ۷ تنه ولسي وګړي ټپیان کړي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو تیره ورځ د شیرزادو ولسوالۍ په «پیټلو» سیمه کې د هاوان او ډیسي توپونو په وسیله بریدونه کړي، چې د توپ څو مرمۍ د خلکو په کورونو لګېدلي دي.

په دغو توپچي بریدونو کې تراوسه د ۷ تنو ملکیانو د ټپي کېدو ترڅنګ خلکو د ګڼو مالي زیانونو د اووښتو خبر ورکړل شوی دی.

باید وویل شي چې دولتي ځواکونو په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په غزني، فاریاب، بغلان، غوراو بادغیس ولایتونو کې په ولسي خلکو د توپونو او هوايي بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx