افغانستان

طالبانو په بغلان کې زرګونه کیلو ګرامه غنم په خلکو ویشلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): له ولسي خلکو سره د مرستې په لړ کې طالبانو د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې زرګونه کیلو ګرامه غنم په خلکو ویشلي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس پرون دا مرسته شوي غنم پرون د سه شنبې په ورځ د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «شهیدانو، معلولینو او بې وزله کورنیو» باندې ویشل شوي دي.

د سرچینې په خبره دغه ۵۳۰ منه غنم چې په ۲۴ اړمنو کورنیو ویشل شوي، د بغلان ولایت د طالبانو د والي لخوا برابر شوي وو:

«د تېر په دوام پرون د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شهیدانو، معلولینو او بې وزله کورنیو باندې د یادولایت د مقام لخوا مرسته شوي  (۵۳۰ ) منه غنم ووېشل شول، چې  تقریبا ۲۴ مستحقې کورنۍ ترې مستفیدي شوې.»

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو او نقده مرستې کړي دي او ژمنه یې کړې چې د مرستو ویشلو دغه لړۍ به د هېواد نورو سیمو ته هم غځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx