افغانستان

د ارزګان مرکز ترینکوټ کې د ملي امنیت مدیر وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزو چارواکو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د ملي امنیت مدیر عبدالرشید د وژلو خبر ورکړی دی.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې مدیر عبدالرشید نن د چهارشنبې په ورځ د ترینکوټ ښار په سویل کې وژل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، غلچکي بریدګرو نن ماسپښين دوه بجې د ملي امنیت پر ښاري مدیر عبدالرشید په داسې مهال برید کړی، چې هغه په دندې بوخت ؤ.

د عبادي په خبره په دغه غلچکي برید کې عبدالرشید وژل شوی او دوه تنه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یو ټویټ له لارې منلې چې د ارزګان د ښاري امنیت مدیر عبدالرشید یې په یو برید کې وژلی دی:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx