افغانستان

په جولای میاشت کې ۸۸۳ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله کې تیره میلادي میاشت(جولای) کې ۸۸۳ تنه دولتي عسکر، پولیس او اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تسلیم شوي دولتي عسکر او منسوبین د «حقایقو» په موندلو سره د کابل ادارې له صف څخه جلا شوي دي:

«د (۲۰۲۰م)کال د جولای په میاشت کي  داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون په هڅواودځایې مجاهدینوپه ملاتړدافغانستان په مختلفوولایاتوکي  ۸۸۳تنه چي دکابل ادارې اړوندبیلابیلوارګانونوکي په کاربوخت وو دحقایقوپه درک کولوددغه فاسدرژیم څخه راووتل اوداسلامي امارت دمجاهدینوسره یوځای شول »

په خبرپاڼه کې کې دغه راز څرګنده شوې، چې پورته شمېر تسلیم شوو دولتي عسکرو له ځانونو سره ګڼ شمېر وسلې او وسایط هم طالبانو ته سپارلي دي.

د روان کال فبرورۍ میاشتې په (۲۹)مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامې او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشرتابه لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو او پولیسو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، تیره اونۍ هم د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایاتو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx