لیکنېنظــر

دوحه کې راتلونکې خبرې

عبدالغفار سربڼ

اول ټکي ته چې زه یې غواړم د ورونو توجه راوبلم ددغې ناستې پر نوم دی. اصلی نوم باید چې په لاندې منطقي او مستدل نوم اصلاح شي:

د راتلونکي  اسلامي نظام په هکله د افغانانو ناسته:

دا ځکه چې د اسلامي امارت – امریکا په موافقتنامه کې دا خبر قید شوې ده چې خبرې اترې به پر اینده اسلامي نظام کیږې او د مشاعرې او مغازلې، د عزا او ژړا او د خندا کوم محفل به نه وي یعنې څوک به دا حق ولري چې د خلکو وخت په شخصي مصیبتونو او لاس ته راوړنو او پوچو افسانو ضایع کړي.

اجنډا، وخت او څار باید د کوربه او میلمنو له خوا په نظر کې ونیول شي که نه د هر چا زړه لکه منګی ډک دی نه چې وچوي.

دا لاندې خبرې چې زه یې د لیکلو جرئت ځانته ورکوم فقط یو سبب او دلیل لري او هغه، هاغه ډار دی چې زه يې د ترخو تجربو له تکرار مکرر نه  لرم.

دا مغلوبه دښمنان روس او ناټو ډیر نامرده او سپک بایلونکي دي او د بایللو تهذیب او زهره او ظرفیت نه لري تل په اخره کې د لوبو او د معاملاتو د قواعدو خلاف بیا یوه اخري لغته او سوک واروي چې ټول شی خرابه کړي او پس له وتلو يوه کنډواله او خرابه پریږدی.

زه نه دا صلاحیت، عقل او تجربه او پو هه لرم چې د اسلامي امارت  باتورو او پوهانو مجربو زعماو او اتلانو ته مشوره ورکړم  او نه هم کوم توریالی او ننګیالی یم , بلکې زه غواړم خپله ژوبله ونډه په هغه خیر کار کې ولرم چې د دین او وطن اینده او راتلونکې په هغه پورې تړلې ده.

په ډيرې خاکسارۍ زما خبرې د فضل فروشۍ او بلند پروازۍ په توګه مه ارزوئ بلکږ د امکان په صورت کې یې له نظره مه غورځوئ.

قصه دا ده چې هغه بختور چې دا ۴۲ کاله د کابل د ارګ او تخت په اړخ او څنګ کې او یا دننه په ارګ کې د قدرت په چارو ولکه درلوده که کیڼ اړخي وو یا د دوی مخالفین د ناټو  داخلي انډیوالان، خپل طاقت او زور له دو سرچینو پر مټو  لاس ته راوستی دی: اول  پردي یرغلګر ,اصلی سرچینه , دوهم په دې څلویښتو کلونو کې هغه پیسې او چور شوې پانګې او له  بیت المال نه غلا شوې سرمایه.

پرته له دې دوی هيڅ بل کوم د پښو د ټینګولو ځای نه لري او ضرور په سر غورځیږی. ډیر ورونه چې له دې خونکاره جګړې پکو او په تنګ دي  شاید ووایي چې خلک ستړي دي او مونږ هم ستومانه یاستو بلا پسې په هره توګه چی کیږی باید يوې فيصلې ته ورسیږو او سره پخلا شو.

کاش دومره اسانه وای دا وګړي چې دا شل یا په بل عبارت څلویښت کاله د مال او پانګې په جمع کولو کې وو:

وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ()الَّذِى جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ()يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُۥٓ أَخْلَدَهُ.

کله په رضا او اسانه د شهدو له ديګي نه منګولې لرې کوي.
اصلي قصد دادی چې کله چې ناټو او شریکان يې دا خاوره پریږدي هغه اوله اساسي چینه چې دوی ترې خړوبیدل وچېږي او د دوی قوت په سیاسي لحاظ پای ته رسیږي خو هغه بله برخه چې مالي او پانګوالي واک یې دی لا په ځای پاتې دی.

هیر دې نه شي چې دوی په دې تیرو ۴۰ کلونو کې ډیره اسلحه او مهمات هم غونډ کړي دي.

يعنې دوی سره پرته له ناټو دوه نور زهري غاښونه هم شتون لري تر څو دا غاښونه ونه ایستل شي ابدا دوی له مزاحمت فساد فی الارض او شقاق او نفاق لاس نه اخلي.

دا ټولې ناندرۍ چې دوی یې وهي او دا ټول تلاش او په قانون اساسي، جمهوریت او دیموکراسۍ اتکا فقط ددې لپاره کوي چې دنیا  کې ځان ته د همدردۍ او حمایت فضا جوړه کړي او اصلي خیال یې خپلو زهري غاښونو ته دی چې خدای مه کړه هغه دا ملت په دوی ونه باسي او صادقانه کله چې د دوی دا غاښونه د دوی په خوله کې پاتې شي دوی تل دا وړتیا لري چې خلک یې وچيچي.

په دې ناسته کې په دې اساسي مشکل باید ترکیز وشي، اخر مشکل دا نه دی چې احمد په ناسته کې ونډه نه اخلي یا محمود، بلکه مشکل دادی چې د نظام څنګ او اړخ کې موازي او شبه قدرت قوتونه او بنسټونه شتون ونه لري.

که نه خو دا څلویښت کاله هم اردو شتون درلود او هم خارجي قوتونه وو خو  سیاسي، نظامي او اقتصادي  قوت د مختلفو اشخاصو تر مینځ ویشل شوی و، هغه هم په قصدي ډول د ادارې په موخه.

تفرقه واچوه اوحکومت وکړه:
حتی دا مزدور چارواکی هم که یو لاس پریښودل شوي وای د افغانانو وینې به کمې تویې شوې وې او هر یو به د بل پر ضد  نه کارول کیده او نه جنګول کیده.

دننه په ګوډاګي ادارې کې دوی د قدرت موازي بیلا بیل مرکزونه جوړ کړي وو تر څو دوی په اسانۍ په خپل مینځ کې په رقابت او جګړې  مشغول وساتي او یرغلګر خپل اشغال ته بې له درد سره دوام ورکړي.

په دې خو طفل هم پوهیږي چې که په ملیارد ډالره پانګه ولري او کافي اسلحه ولري او خارجي سیاسي او نظامي بادار هم ولري مزاحمت کول ډیر اسان او بریالی کار دی، خیر حکومت کول به مشکل وي خو مزاحمت او نفاق جوړول مشکل نه لري.

زما وړاندیز:
زه ښه په دې پوهیږم چې دا لاندې کارونه به مشکل وي خو کوښښ ضروري دی:

۱ . په خبرو کې  په دې ټکي توافق , د ټولو وسلو جمع کول  هغه چې د اسلامي نظام له چوکات نه بهر وي، مقصد د ملیشو کامله ړنګول.

۲ . ټولې فيصلې د کتاب الله او اجماع په رڼا کې کول.

۳.یو با صلاحیته اداره جوړول چې د بین المللي مالي موسسو او انټر پول په مرسته د ټولو جګپوړو چارواکو بې له استثنا( امارت یا کابل اداره)  دارایي، تفتیش او د هغو منابع را څرګندې کړي.

۴.د بیت المال د اموالو د دخل او خرڅ پوره تفتیش.

۵.د پخلاينې بیه دومره جګه نه ده چې په اسلامي نظام چنې ووهل شي یعنې اجنډا په هماغه دوحې توافق لیک کې تعین شوی دی له هغې نه بهر خبرې نتیجه نه ورکوي.

۶.ډیر وګړي دا نیت لري چې په فدرالي نظام یا په جمهوری او یا په پارلماني حاکمیت وغږیږي خو دا له نورو ګمراه اسلامي هیوادونو تقلید نه ثبات راوستلی شي او نه هم سوله.

زه د زړه له کومې عذر غواړم له هغو مشرانو چې د وینو او خولو، مال او اولاد په بیه یې استقلال او خپلواکي بیا ژوندۍ کړه, زما دا خبرې له ښه نیت نه سرچشمه اخلي نه دا چې ګواکې زه دې له دوی نه پوه یم.

وروستی خبره:
که څوک د استقلال د لمانځلو او مبارکي لیاقت او ارزښت لري په ټولې اسلامی نړۍ نو بې له شکه هغه اسلامي امارت او د هغه مجاهدین او ساده افغانان دي، نو مبارک مو شه ای د بازانو د وطن اصلي وارثانو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تراب

ستا دي هم مبارك وي د ليكني نه دي سرگندیگی چی د دی بازانو د وطن د اصلی وارثانو د اصیلو بچیانو پاکه، خوزنده، دغیرته دکه وینه دی ده رگونو کی جریان لری زکه خودی د لیکنی په هر لفظ کی د پکو او سپیسلو افکارو ورانگی زلیگی الله دی زموگ او د دی مظلوم اولس هر بچی په همداسی افکارو سینگار او خایسته کا. جزاک الله خیراً.
مع السلام.

بادام

ښاغلی سړبن صاحب پردماغ، قلم او ګوتو دی برکت سه واقعا چی مهم، باارزښته، د زمان او مکان دشرایطو او اړخونوسره سمو ټکو ته دی فهم وراوښتی او د یادولو وړدی. دا معلومه خبره ده چی د اسلامی ټولنی استازی که هرڅومره په زړه کښی کاږه، مفسدین او یا … وی بیا هم دخبروپه وخت کښی د اسلام او اسلامی احکاموڅخه انکار او سرغړونه ځکه نه کوی چی دوی ته بیا د ظاهر انګار ګوته نیول کیږی او په تکفیرسره موصوف کیږی. ددی خبری څخه می مطلب دادی چی د اسلامی احکامو د منلو سره سم کیدای سی چی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x