شعـــــرونه

ټګ او ټګمار/ عبدالغفار سربڼ

عبدالغفار سربڼ

دوه ياران دي زمونږ کلي کې همکار
یو چې ټګ شي هغه بل شي بیا ټګمار

دوی ویشلي په دې سيمه کې پیسې
دوی لري سيمه رول د لوی لوټمار

نه ختمیږې هلې ځلې په قدرت
يو ځای شوي دغه وږي په انبار

له سیالانو نه شرمیږي دا اوباش
له دې غمه هره تیږه ده ازار

له دښمن سره بزمونه دي جاري
دا مخ توري اموخته دي په مردار

دغه خاوره پاتې شوې په میراث؟
خزانه پټه خرڅېږي په بازار

اوس له کبره نه یادیږي میرویس خان
هر وګړی نه پوهیږي په دې کار

د چا وینه بهیدلې په بیدیا
دوی له مړو هم اخیستی دی اقرار

د چا خونه نړیدلې په دې وار
له دې جبره خود کشي ته دی تیار

لر او بر چې مې نظر شي وطنداره
په عالم کې نشته تا غوندې اوزګار

يو په بل پسې بد وایي مخامخ
پټ له خلکو سره خاندي په دې کار

ټول یې هیر شي چې پیسې شي ور په یاد
دا دي دواړه مزدوران د یو بادار

له مستۍ نه هسې خاندي په قهقه
ته به وايې چې اختر شو په ګلزار

له دې لارې نه راګرځي عین او غین
بیا به کله را رغیږي دا پرهار

د بې پتو خوشحالي چې کله ګورم
د سینې په سر مې بل شي بل انګار

ناروا ده په دې وچه کې ساري
مبارک مو شه رندانو نوی ښار

واویلا دې شه مقبوله همایونه
چې اخر شي دغه ډلې سر په دار

سر اوچت نيسه مظلومه تن ولاړ
پيدا کيږي په دې کلي کې غمخوار

د ټګمارو پاچاهي به شي نسکوره
مه ځوریږه دا ولس به شي بیدار

تر بهاره را رسېږي نوی نسل
چا ویل چې دا وطن به شي ګلزار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx