نظــر

د فلسطين قضیه

ابومحمد فاتح

فلسطین د آسیا یو هغه هیواد دی کوم سره چي د درې عالمګیر مذاهبو اعتقاد او انتساب تړلی دی،دا یوازینی ځانګړی ځای دی چاته چې هر دین د احترام او تقدس په نګاه ګوري او خپل یې ګڼي.

اسلام خو ځکه ددې انتساب ځان ته کوي چي د مسلمانانو لومړنۍ قبله همدغه ځای دی،عیسائیت ورته ځکه عقیدت لري چې مریم بي بي د همدې دیار سره تعلق لري او یهود خو د تاریخ په اوږدو کې نوم له همدې ځای څخه لري، که دا وطن د دوی له تاریخ څخه محوه سي نو د دوی تاریخ به نیمګړی پاته سي.

فلسطین د نړۍ له هغو هیوادونو یو دی چې د اسلام له تاریخ نه هم مخکینی ګڼل کیږي، د بادشاهانو قبضې او یو په بل پسې د ظلمونو کړۍ که ددې سره ربط لري، نو د انبیاوو لړۍ هم ددغه هیواد له اهمیت سره تړلې ده، د اسلام نه مخکې د بخت نصر او نورو ځینې نامعلومه بادشاهانو له طرفه فلسطین څو ځله له سختو کړاوونو سره مخ شوی،صرف د بخت نصر په هکله تاریخ دا بیانوي چې نوموړي دوه ځله دا هیواد اشغال کړ او په زرهاوو کسان یې قتل او په زرهاوو یې قید او غلامۍ سره مخ کړه، فلسطین کې واقع بیت المقدس یې د خاورو سره خاورې او میدان وګرځاوه.

تر دې وروسته بیاهم د نورو بادشاهانو له خوا دې ته ورته حالات رامنځته شول.

د فلسطین د مهم والي یو لامل بلکه اصلي لامل د بیت المقدس شتون دی، بیت المقدس کوم چې یوه عبادت ګاه ده د امام مجاهد د روایت سره سم د سلیمان علیه السلام په لاس بنا شوی دی، خو تاریخي حقیقت دادی چې د ابراهیم علیه السلام په حکم حضرت اسحاق علیه السلام ددې بنا کړېده، ځکه یې په ځینو مواردو کې نسبت حضرت ابراهیم علیه السلام ته هم کیږي او ددې تحقیق پر اساس د سلیمان علیه السلام بنا بنیادي نه بلکه تجدیدي بلل سوې ده.

زموږ پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم چې کله دنیا ته مبعوث شو په دغه وخت کې فلسطین د نصاراوو لاس کې و، نبي علیه السلام چې کله حضرت دحیه کلبي رضی الله عنه ته د هرقل لپاره د اسلام دعوتي پیغام ورکړ نو دغه وخت کې هرقل هم په فلسطین کې وجود درلود، د اسلامي فتوحاتو په دوران کې اسلامي لښکر د امین الامت ابوعبیده ابن الجراح رضی الله عنه په مشري د هجرت په۱۵ کال دغه هیواد سخت محاصره کړ او بیایې د حضرت عمر رضی الله عنه په راتګ سره فتح کړ، په دې فتح کې له خون خرابې پرته ټول هیواد د مسلمانانو لاس ته راغی او نصاری هم د کوم ځاني او مالي نقصان نه پرته ددې هیواد اصل وګړي وبلل شوه او د کوم تاوان د رسېدو نه یې سخت ممانعت وشو،حتی د طیطس په نامه کوم رومي بادشاه چې یهود د بیت المقدس د زیارت او په هغه کې د عبادت نه منع کړي و،حضرت عمر رضی الله عنه هغه قانون لغو اعلان کړ او یهود یې آزاد کړه چي بیت المقدس ته دزیارت په نیت سفر وکړی او ددوی په مخصوصه ځینو کي خپل عبادت تر سره کړي.

د اسلام په سیوري کې بیت المقدس او فلسطین د عدل او انصاف په ښکلې فضا کې تر۴۹۲ پورې واوسېده،په یاده سنه کې د فرنګیانو له لوري یو ځل بیا یرغل وشو او فلسطین د دوی لاس ته ولوېد، خو دا لاس ته راوڼه د مخکینۍ لاس ته راوړنې نه بېله وه، څومره چې لومړني ځل امن او سلامتي سره هرڅه حل شوي او هر فرد په خپل حق موندلو بریالی شوی و دومره دې ځل ظلم او وحشت وشو، دا خبره خو د تواتر ترحده رسېدلې چي شپیته زره مسلمانان په ناحقه د بیت المقدس غوندې مقدس او محرم انګړ کي په شهادت ورسېدل، د وینو ولې بهیدل خو هسې یو اصطلاح ده، خو د پیښي عیني شاهدان دا په ډاګه کوي چي دې موقع کې په رښتونې توګه ولې وبهیدې او دومره وینه راغله چې عامو کوڅو کي آسونه هم نه شوه تلای، د اسلام په نامه چې به یو ځل څوک ګرم او مجرم وبلل سو هغه خو د معافۍ هیڅ جواز بیا نه لرلو.

فلسطین په همدې غم لړلي حالاتو کې څه کم سل کلونه تېر کړه، آخر د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ختم نبوت یوې معجزې او د اسلامي امت یو نامتو سپه سالار سلطان صلاح الدین ایوبي په ۵۸۳ کال کې یو ځل بیا د اسلام په ولکه کې داخل کړ او د لاسه وتلی امانت یې یو وار بیا لاس ته راوړ،دې ځل بیا د همېش په څېر په ډېر عدل او انصاف سره نېک او د قدر وړ چلن وشو، د ټولو ذمیانو د حقوقو خیال په داسې توګه وساتل شو چی اوس هم د تعصب ډک صلیبي مؤرخین د سلطان ددې کارنامې اعتراف کوي.

د سلطان د فتحې سره سم دا هېواد په سوونو کلونو د مسلمانانو په قبضه کې پاتې او د اسلام تر بیرغ لاندي روان و، خلافت عثمانیه یو مرکز او فلسطین یې د یو ایالت په توګه کارېده، سلطه او قدرت ټول د عثماني خلیفه وه،مسلمانان ددې هېواد اصلي وګړي او نور اهل مذاهب دتګ راتګ په موخه آزاد وه،البته یهود په دې هيواد کي د ځمکي درانیولو خرڅولو مجاز نه بلل کېده او دا اجازت یې نه درلود چي ددې خاوري ملکیت تر لاسه کړي.خو دخلافت په اخیرنیو شېبو کي خپله خلافت کمزوری شو او یهودو دنورو عالمي قوتونو په مرسته وده وکړه،دټولي دنیا یهودیانو یو غورځنګ پېل کړ چي موخه یې دیو داسي حکومت قیام و کوم چي داسرائیل په نوم وي او دا به دفلسطین په ځمکه وي او دټولی دنیا یهود به همدلته یو ځای کیږي، او ددې بنیاد دوی داسي بیان کړ چي د سلیمان علیه السلام په وخت کښي یو اسرائیلي ریاست وجود درلود چي ټوله دنیا یې کنټرول کي ساتل،په دې موخه دیهودي غورځنګ مشر هرتزرل څو ځله داخیرني عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید ثاني سره ولیدل او غوښتنه یې وکړه چي دوی ته د ځمکي رانیولو او اوسېدلو اجازه وکړي خو خلیفه په هر ځل انکار کولو او دوی به یې غوڅ ځوابول.

په ۱۹۱۶ کي دلومړي ستري جګړې پر وخت خلافت عثمانیه پایان ته درسېدو پرمهال برطانیې فلسطین خپله قبضه کي واخیست او دبرطانیه دبهرنیو چارو وزیر بالفور اعلان وکړ چي فلسطین دیهمدو اصل مسکن او ددوی وطن دئ،دلته اوسېدل ددوی حق دئ او په دې توګه یې دوی ته درانیولو خرڅولو اجازه ورکړه او دې سلسلې هم داسي دوام وکړ؛ ترڅو یهود دومره شول چي ځان ته دیو مستقل ریاست دعوی وکړي،۱۹۴۵ کي یهودو خپله دادعوی ملګرو ملتونو ته پېش کړه او دهغه ځای نه یې دفلسطین دوه ټوټې کېدو زیری حاصل کړ.

دملګرو ملتونو دې پریکړي ته ټول اسلامي دولتونو کلک غبرګون وښود او اسرائیلي ریاست دمنلو یې انکار وکړ،خپله فلسطیني وګړو هم ددې مقابل کي پاڅون پېل کړ او مبارزه یې شروع کړه چي په نتیجه کي یې ۱۹۵۹ کي دعربو او اسرائیلو تر منځ نښته رامنځ ته شوه چي له بده مرغه عرب ناکام او اسرائیل دنورو سیمو په نيولو کي هم بریالي شول،دمصر صحراے سینا او دشام ځیني غرنۍ سیمي یې هم په خپله ولکه کي راوستې،۱۹۶۷ کي یو ځل بیا جګړه وشوه،مصر دخپلو نیول سوي سیمو په لاس ته راوړلو کي بریالی شو ولي دشام غرنۍ سیمي بیا هم داسرائیلو په لاس کي پاتي شوې او په مجموعي توګه یو ځل بیا عرب دناکامۍ سره مخ شوه.

خو ددې هر څه سره فلسطیني وګړي او اسلامي دنیا داسرائيلي ریاست دمنلو انکاري وګرځېدل،او همدغه حالت تر ۵۰ کلونو دوام وکړ،په تېرو څو کلو کي دعربو په اړیکو کي ځیني بدلون ښکاره شو،داسي برېښېده لکه چي دوی نور داسرائیلو سره خپله ترینګلتیا له منځه وړي او دجوړ جاړي یو صورت جوړوي، چي بالاخر درواني اګست میاشتي په دیارلسم تاریخ دعرب اماراتو او اسرائیلو یو جوړ جاړی دنیا ته ښکاره شو او دامریکی رئیس جمهور په ترو دواړه هیوادونه یو بل ته نژدې سوي او مختلفه اړیکي یې شروع کولو اتفاق کړی دئ،دې فیصلې ته ځینو اسلامي دولتونو لکه ایران،ترکیا او ملیزیا توند غبرګونونه وښودل او ګڼ شمیر نورو هم دناخوښۍ اظهار وکړ،ویل کیږي چي داهر څه دمتحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په فشار سره تر سره کيږي،ملګري ملتونه او امریکا له پخوا څخه په اسلامي هېوادونو او تنظیمونو فشار راوړي چي داسرائیلي ریاست غوڅ ملاتړ وکړي او دمخالفت نه یې لاس په سر شي،ښکاري داسي چي په روانو ورځو کي به نور هم دغه فشار زیات او دځینو هیوادونو له طرفه به رسما اسرائیل دریاست په څېر ومنل شي.

دمتحده ایالاتو رئیس جمهور تېر کال په خپل اند یوه پرېکړه وکړه چي له مخي یې بیت المقدس له فلسطینیانو واسرائیلو ته حواله شو او داسرائیلو پایتخت وګرځېده،دا پرېکړه داسلامي هیوادونو په شمول دملګرو ملتونو قاطع اکثریت هم رد کړې وه ولي دزور واکۍ له مخي ټرمپ په شاتګ قبول نه کړ او خپله پرېکړه یې صحیح او په ځای وبلل.

دفلسطین قضیه په دې توګه له سختو کړاوونو سره مخ ده،دفلسطین پر وګړو په څو ځله زیاتی او ظلم سوی او ددوی حق تر پښو لاندي سوی،په ناحقه توګه یې لومړی هیواد دوه ځایه شوی او اوس کوشش دا روان دئ چي فلسطینی وګړي یو مخیځه له خپل وطن نه بې دخله وګرځوي.ملګري ملتونه په ځای ددې چي دوی ته حق ور خپل کړي دنړی په ګوټ ګوټ کي دا زیار باسي چي ګنې اسرائیلو ته قانوني بنسټ ورخپل کړي،له همدې وجي په هیوادونو فشارراوړي او دې ته یې اړ باسي چي هرو مرو اسرائیل تسلیم کړي.

دنړیوالو زور ځواکونه په خپل تاریخ سم کوشش کوي چي اسلام او اسلامي مراکز په کلي توګه له منځه یوسي، او دوی خو به کوي دغه چلونه چي دژوند لومړنی مقصد یې همدغه دئ، خو ځیني ماده پرست او کورا مسلمانان هم ددوی په چکچکو ځان ور ګډوي او ددوی برغځې ورسره بدرګه کوي، د امن په نامه دوی په خپله ژبه او قلم داسرائیلو لاس نیسی کوي.

خو دلته دپام وړ خبره داده چي اسرائیل یوازي په فلسطین اکتفا نه کوي، دګریټر اسرائیل په نوم چي دوی کومه ایجندا لري او په ګوګل کي یې نقشه پرته ده دهغې له مخي دوی دنیمایي اسلامي او عرب دنیا دقبضې پلان لری، دغه ناواقفه او دفیل په غوږ کي ویده وروڼه باید دخپل قلم او لیکني په زور دا څرګند حقیقت ملګري ملتونو او نورو زور واکو ته په ګوته کړی چي فلسطین دفلسطینیانو حق او ټاټوبی دئ او اسرائیل په ناروا توګه پر دوی مسلط شوی دئ،پرته له نورو دلائلو تاریخي لوستون او “ګریټر ایجندا”داسرائیلي ریاست دناروا والي بین ثبوت دی.

خپله فلسطین میشت وګړی او همسایه عرب هم باید اوس داخبره درک کړی چي دفلسطین قضیه کي که دوی داسي په سړه سینه او بې مهاره پلانو سره دملګرو ملتونو یا نورو زور واکو په تمه حل کوي نو دا به یو خوب وي، چي هیڅ کله به له تعبیر سره مخ نه شي.او کوم څوک چي داسرائیلو ریاست سره په اقتصادي یا ډپلومیسي اړیکو بحث کوي او دې هرڅه ته چمتو وي، هغوی باید دا سوچ وکړي چي دا بلا په دومره لږ ټیټ والي غاړه نه باسي.

ځکه باید ددوی دپلانونو دشنډ کولو په موخه یوه تونده او ایوبي منصوبه تیاره کړي نو پایلی به یې هم دقدر وړ بریالۍ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx