افغانستان

ډاکتر عبدالله: ماتې منلو ته تیار یم

نن ټکی آسیا: د ناندریو او لاریونونو وروسته ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي چې شکست منلو ته تیار دی خو په هغه صورت کې چې دا ثابت شي چې رڼې ټاکنې ترسره شوي.

عبدالله عبدالله دا خبرې تر هغې وروسته کوي چې پرون دده د ټيم له لوري داسې راپورونو خپاره شول چې شاید دواړه نوماندان یا یې استازي له یوه بل سره وګوري او د ټاکنو لانجې ته د پای ټکی کیږدي.

عبدالله دريځ کې تر هغې وروسته نرموالی راغی چې د بهرنیو استازو سره يې وکتل.

عبدالله عبدالله تېره ورځ اعلان وکړ چې د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي. نوموړي د ټاکنو کمېسیون اجراات هم نامشروعه اعلان کړ.

د نوموړي ټيم رییس بریالي ارسلايي په خبري کانفرانس کې وویل چې کمېسیون ددوی غوښتنې نه دي منلي، ځکه دوی له کمېسیون سره خپلې اړیکې پرې کوي.

ملي مشارکت که سهامي شرکت

بېګا شپه /چنګاښ ۱۱مه/ ډاکتر اشرف غني احمدزي په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې ملي مشارکت حکومت جوړوي خو سهامي شرکت (ائتلافي حکومت) ته تیار نه دی. نوموړي زیاته کړه چې د ملي مشارکت او سهامي شرکت دې سره تفکیک شي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په مذاکراتو کې د حکومت ۶۰٪ واک د اشرف غني ټيم ته او ۴۰٪ بیا ډاکتر عبدالله ته ورکړل شوی.

ډاکتر اشرف غني تر ټاکنو دمخه او وروسته په کمپاینونو کې ویل چې هيڅ ډول معاملې ته تیار نه دی. د عبدالله عبدالله سره ائتلافي حکومت د نوموړي زیات شمېر پلویان په غوسه کړي دي.

ددوی په وینا ډاکتر احمدزي د دوی له رایو سره «خیانت» کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x