شخصیتونهنظــر

دکتور عبدالباقي امین څوک و؟

پوهنوال دکتور عبدالباقي امین د عبدالکبیر زوی په ۱۳۴۴ هجري لمریز کال کې د وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په دالان کلي کې سترګې غړولې دي.

زده کړې:
په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کې د مدینې منورې د اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه په امتیازي نمرو فارغ شو او په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې یې د سوډان هېواد د (ام درمان په اسلامي پوهنتون) کې په مقایسوي فقه کې ماسټري ترلاسه کړه او په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې یې په مقایسوي فقه کې د یاد پوهنتون څخه په امتیازي نمرو سره د دکتورا سند هم ترلاسه کړ.

اکاډميکه کاري مخينه:
ښاغلی دکتور عبدالباقي امین اوس مهال د ماسټري په مرحله کې د سلام پوهنتون استاد، له ۲۰۱۱ – ۲۰۱۸ زیږدیز کال پورې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو د مرکز رئیس او د «تحلیل» شپږ میاشتنۍ علمي او څېړنیزې مجلې د تحریر رئیس پاتې شوی. اوس د «سلام» علمي مجلې د لیکوال پلاوي غړی دی. له ۲۰۱۱- ۲۰۱۴ زیږدیز کال پورې د پوهنې وزارت د تقنین رئیس او حقوقي سلاکار، له ۲۰۰۷- ۲۰۱۱ زیږدیز کال پورې د اسلام آباد په اسلامي نړیوال پوهنتون کې د لیسانس، ماسټرۍ او دکتورا مرحلو کې د پوهنوال په رتبه استاد، او د ۲۰۰۴ـ ۲۰۰۵زیږدیز کال کې د لیبیا هېواد د (اسمریه اسلامی پوهنتون) د لیسانس او ماسټرۍ د مرحلو استاد او له ۱۹۹۷ ـ ۲۰۰۴ زیږدیز کال پورې د سوډان هېواد د “افریقا نړیوال پوهنتون” د لیسانس او ماسټرۍ د مرحلو استاد پاتې شوی دی.

چاپ شوي کتابونه:
لومړی: د کفايي فرضو را ژوندي کول د ټولنې د پرمختګ لار په عربي ژبه د ( إحیاء الفروض الکفائیه سبیل تنمیه المجتمع) تر عنوان لاندې لیکل شوی چې د الامة کتابونو په لړ کې د قطر هېواد د حج و اوقاف وزارت د څېړنیز مرکز له لوري په جوړ شوي په ۱۰۵ مسلسله ګڼه کې په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی. وروسته بیا په دري ژبه د (احیاء فرضهای کفائی راه انکشاف جامعه) تر عنوان لاندې د “مومن حکیمي” له لوري په جوړ شوي ژباړل شوی دی.

دوهم: د اسلامي شریعت په اړه مقدمه په عربي ژبه د (المدخل لدراسه الشریعه الإسلامیه) تر عنوان لیکل شوی دی.

دريم: د اسلامي شریعت تقنین په عربي ژبه د (تقنین الشریعه الإسلامیه) تر عنوان لاندې. څلورم: (د عباداتو فقه) احکام طهارت په عربي ژبه.

پنځم: د عباداتو فقه (احکام الأیمان، النذور، الذبائح، الأضحیه، العقیقه…) په عربي ژبه.

شپږم: مقدمه در عقود مسماه په عربي ژبه.

اووم: د ښځې سیاسی حقونه اصلاً په عربي ژبه دی (حقوق المرأه السیاسیه- واجبات لا حقوق) خو په پښتو ژبه هم خپور شوی دی.

اتم: (تجدید په دین کې مفهوم څېړنه) په پښتو ژبه.‎

نهم: (راه بېرون رفت از بحران صلح افغانستان) په دري ژبه.

لسم: (روش تحقیق) په دري ژبه.

یوولسم: (اسلام سیاسی و دشمنی با آن) په دري ژبه.

دولسم: (اصول قانون ګذاری) په دري ژبه.

دیارلسم: اهمیت شعور سیاسي در حکومت داری خوب (تر چاپ لاندې) دري ژبه.

په ملي او نړيوالو رسنيو کې د مقالو نشر:
ګڼې مقالې د بېلابېلو عنوانونو لاندې د هېواد او نړۍ په مهمو نشریو کې نشر شوې دي: د ایتوپیا او اسرائیلو اړیکې، د عربو په استراتیژۍ کې سره بحیره، د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو لاملونه، د مسلمانانو د لومړۍ خلیفه په نزد د سیاسي فقهې بنسټونه، د اسلام له نظره د ښځو کار کول، د نبوت د رښتیا والي دلایل او… یادې مقالې په عربي ژبه د سوډان، لیبیا او پاکستان په نشریو کې چاپ شوی دي. همدارنګه بېلابېلې مقالې په افغانستان کې په دري او پښتو ژبو په ګڼو نشریو کې چاپ شوې دي.

په نړیوالو علمي کنفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون او مقالې وړاندې کول:

1- (۳۰- ۳۱ / ۷ / ۲۰۰۳): په اردن هېواد کې د اربد پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه “په اسلام کې د ښځې سیاسي حقونو” تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

2- (۶ / ۱۰/ ۲۰۰۳): د سعودي عربستان د ریاض په ښار کې د نایف د امنیتی علومو عربي پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (منهج الإسلام فی مکافحه الفساد الإداری والوظیفی) تر عنوان لاندې، چې په اسلام کې د فساد سره د مبارزې په لارو چارو بحث په کې شوی دی، مقاله وړاندې کول.

3- (۱۲/۱۰ / ۲۰۰۳): په اردن هېواد کې د جرش پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (عوامل تخلف المسلمین وسبل النهوض) تر عنوان لاندې، مقاله وړاندې کول.

4- (۳۰ /۱۱ /۲۰۰۵ – ۲ /۱۲ /۲۰۰۵): په اردن هېواد کې د جرش پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (التحدیات التی تواجه الهویه الإسلامیه فی عصر العولمه) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

5- (۱۰ / ۸ / ۲۰۰۵): په اردن هېواد کې د اربد پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او د قانوني اصلاحاتو د اړتیا په اړه په عربي ژبه د (الإصلاحات التشریعیه ضروره عدلیه وتنمویه) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

6- (۶ / ۳ / ۲۰۰۶): د مصر هېواد د المنیا پوهنتون له لوري د اسلامي پوهنتونونو د اړیکو په همکارۍ جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (شبهات المستشرقین حول مصدريه القرآن الکریم) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

7- (۱ / ۶ / ۲۰۰۴): د لیبیا هېواد د الاسمریه پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (عمل المرأه فی اسلام) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.
8- (۱۰ـ ۱۲ / ۷ / ۲۰۰۷): د اردن هېواد د طفیله پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه (التعلیم العالی وتنمیه الطاقات البشریه« أوجه القصور ومقترحات للعلاج) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

9- (۲۲/۱۰ /۲۰۰۷): په مالدیف کې د ایسیسکو له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د ((التعلیم العالی وتنمیه الطاقات البشریه، أوجه القصور ومقترحات للعلاج)) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

10- (۲۹ / ۳ / ۲۰۱۰): د سعودي عربستان د مدینې منورې پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (أثر إدواجیه المعاییر فی السیاسات الدولیه على السلم العالمی) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

11- (۱۷ / ۱۲ / ۲۰۱۳): د لیبیا د الاسمریه اسلامی پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (مذهب الإمام مالک والتقنین) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کړه.

12- (۶ / ۲۰۱۲): د افغانستان کابل ښار کې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په دري ژبه د (مصالحه ملی: موانع وراه حل) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

13- (۳ / ۴ / ۲۰۱۳): (د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د « الجنادريه» تر نامه لاندې په یوه نندار تون کې کډون کول، چې هر کال جوړېږي.

14- (۲۷ ـ ۲۹ / ۱۱ / ۲۰۱۵): د مالیزیا هېواد د کولالامپور د سازمان له لوري د آزاۍ او ولسواکۍ (د خلکو حکومت) لپاره په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون.

15- (۲۶ ـ ۲۸ / ۵ / ۲۰۱۶ ): د ترکیې په استامبول ښار کې د مسلمانو ټولنو د یوالی د نړیوالې کنګرې په ۲۵ کنفرانس کې ګډون چې په ترکیه کې د اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د مرکز “ESAM” له لوري جوړ شوی ؤ او پکې د (د اسلامی نړۍ له ستونزو د وتلو لار» تر عنوان لاندې مقاله وړاندې شوه.

16- (۱۸ ـ ۱۹ / ۵ / ۲۰۱۶ ): د پاکستان په اسلام آباد کې د «افغانستان په قضیه کې د زبرځواکونو او سیمه‌ییزو هېوادونو رول» تر نامه لاندې دوه ‌ورځنی نړیوال کنفرانس کې ګډون چې د «اسلام‌اباد د پالیسۍ د څېړنو انستیتوت» (IPRI) له خوا د «جرمنی هانس سایډل بنسټ» (HSF) پاکستان څانګې په همکارۍ جوړ شوی ؤ او پکې «په افغانستان کې امنیت؛ ستونزې او حل لارې» ترعنوان لاندې مقاله وړاندې شوه.

17- (۱۶ـ ۱۷/ ۹ / ۲۰۱۵ ): د پاکستان په اسلام آباد کې د «افغانستان-پاکستان: د ایډیال دوه اړخیزو اړیکو په لور» تر عنوان لاندې په کنفرانس کې ګډون چې (د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز«csrs» او په اسلام اباد کې د «پالیسۍ د څېړنو انستېتیوت» له لوري په ګډه جوړ شوی ؤ.
18- د ۲۰۱۶ د نومبر میاشت: د مالیزیا هېواد د کولالامپور د سازمان له لوري د آزاۍ او ولسواکۍ (د خلکو حکومت) لپاره د سوډان په خرطوم ښار کې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او (په ښې حکومتولۍ کې د مدني ټولنې رول) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

19- (۱۳ /۹ /۱۳۹۴): د افغانستان په کابل ښار کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د عقیدې او ثقافت د مرکز له لوري په جوړ شوي د (مبانی وحدت اسلامی و نقش آن در تأمین صلح) تر عنوان لاندې په جوړ شوي سمینار کې د سولې اړوند مقاله وړاندې کول.

20- (۱۸/ ۵ / ۱۳۹۵): د افغانستان په کابل ښار کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د فقهې او قانون د مرکز له لوري په جوړ شوي د « ټاکنو فقهي او قانوني څرنګوالی» تر عنوان لاندې په جوړ شوي سمینار کې ګډون او د « انتخابات: اصل مشروعیت نظام سیاسی در اسلام» تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

د هيواد د سياسي راتلونکې په هکله نظر:
په هېواد کې هر اړخیز مأیوسونکی حالت د ښې حکومتولي د نه شتون پایله ده. د تېرو ۱۸ کلونو په ترڅ کې چانسونه او امکانات په سم ډول نه دي مدیریت شوي او په هېواد کې د ترلاسه شويو چانسونو او امکاناتو سره غېر مسؤولانه چلند شوی او ضایع شوي دي.

د دې ناسم مدیریت په پایله کې په هېواد کې ستونزې ډېرې او د ژوند ټولې برخې له ناوړه حالت سره مخ دی چې نن د بېکارۍ، غربت او فقر، په مخدره توکو د اخته کېدو، د لاعلاج مرضونو زیاتېدلو … شاهدان یو او دولت ورته د حل په موخه هېڅ قانع کوونکی پلان نه لري، ډېری افغانانو په خپل هېواد کې د ښه ژوند هېلې له لاسه ورکړې دي او د هېواد د پریښودو هڅه یې کړې ده.

د افغانستان سیاسي مشرانو د جګړې د پای ته رسېدو او سولې راوستو لپاره جدي هڅې نه دي کړئ او د جګړې د لاملونو د لمنځه وړلو او د حقیقي ملي روغې جوړې لپاره یې اړین ګامونه نه دي اوچت کړي. بلکې سربېره په دې د سولې له نوم څخه یې بده ګټه اخیستې او هېواد یې د قومي او ژبنیو حساسیتونو لور ته ټیل وهلی چې د دې حساسیتونو په سر کې هم هغه کسان دي چې له دې لارې د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کول غواړي. دا هرڅه د دې اړتیا څرګندوي چې یوې زړه سواندې ادارې ته د هېواد برخلیک سپارلو لپاره جدي هڅې وشي، ترڅو د دې ټولو ستونزو د حل په موخه بشري او مادي امکانات په مسؤولانه ډول مدیریت کړي. د هېواد د ادارې اصلاح په دوو اړوندو برخو کې کېدای شي: لومړی: د مسؤولې او زړه سواندې ملي شورا شتون (لږ تر لږه یو اغېزمن پارلماني ګروپ) چې د هېواد د سترو ګټو څخه دفاع وکړي او د ساتنې لپاره یې رښتونې هڅې وکړي او په ملي ګټو د ملت په کور کې معامله ونه کړي. دوهم: د هېواد تنفیذي واکونه داسې یوې زړه سواندې ادارې ته چې کاري ټیم یې پاک او پوه خلک وي- سپارل؛ ترڅو د خلکو ګټې په لومړي قدم کې د مافیا له تاړاک وساتي او په دوهم قدم کې ورته پراختیا ورکړي.

د دې دوو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې ایماني او ملي دنده ده او باید د ثواب په نیت په دې برخه کې هڅه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx