افغانستان

سرچینه: تخار کې ۱۴ دولتي ملیشې وژل شوي او نښته لا روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز امنیتي چارواکي د تخار ولایت په خواجه بهاؤ الدین ولسوالۍ کې له طالبانو سره په روانه نښته کې د ۱۴ دولتي ملیشه عسکرو د مړینې خبر ورکوي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط طلوع نیوز ته ویلي، چې دا نښته له تیرې شپې راهیسې د خواجه بهاؤ الدین ولسوالۍ په لاله ګذر، لب جر، میدان بزکشي، ګلبهار او دروازه کلیو کې د محلي پولیسو(اربکیانو) او طالبانو ترمنځ پیل شوې، چې تردې مهاله جریان لري.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه نښته کې تردې دمه د یو سرحدي پولیس په ګډون ۱۴ محلي پولیس(اربکیان) وژل شوي او د ۲ سرحدي پولیسو په ګډون ۶ تنه محلي پولیس(اربکیان) ژوبل شوي دي.

د سرچینې په خبره سیمې ته تازه دمه دولتي عسکر رسیدلي؛ خو نښته لا روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx