افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: امریکا دې په قاطعانه ډول د ارګ چارواکي د هغوی «سپین سترګۍ» ته متوجه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې حکومت د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د غني له ژمنې سره، سره د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډولې؛ طالبانو په دې برخه کې د امریکا پر خاموشه رول شک ښودلی او له هغوی یې د قاطع چلند غوښتنه کړې.

د طالبانو له «رسمي ادرس» څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپاره شوې مطلب کې راغلي چې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د فرمان له لاسلیکولو سره، سره «اشرف غني» د پاتې بندیانو د خلاصون مخه نیسي او غربي سفارته ته لیکونه لېږي، تر څو د بندیانو له خلاصون سره مخالفت ښکاره کړي او په دې توګه د سولې پروسه «تخریب» شي.

طالبانو ددې تر څنګ د سولې د فعالینو  «ډاکټر عبدالباقي امین» ترور کېدل او د «اسدالله کاکړ» پرکور  بمباري د بېلګې په توګه یاد کړي، او د سولې له فعالینو او علماوو سره دښمني یې د «اشرف غني او بانډ» وروستۍ حربه بللې، چې ددوی له قوله غواړي «د سولې په اړه په کور دننه او بهر د خلکو ږغ خاموش کړي. د سولې مخه ونیسي، د بهرنیانو وتل وځنډوي، په جګړه کې د خپل نیمګړي واک بقا تضمین کړي.»

په خپاره کړي مطلب کې د اشرف غني وروستۍ کړنې «سوله ضد» او د«ولس  او نړیوالو په سترګو کې د خاورو شیندل» بلل شوي، چې ددوی له قوله په دې برخه کې د امریکا کردار طالبان او ولس په شک کې اچولي «هسي نه چې دا کارونه د امریکایی چارواکو په اشاره کوي؛ دا ځکه چې د کابل ګوډاګۍ اداره که د افغانانو په وړاندي هرڅومره ظلم کولي شي، هرڅومره د ولس د امیدونو خلاف او د هغه په دښمنۍ کې قدم اوچتولی شي؛ په اصطلاح د لویې جرګې غوښتني په لغته وهلی شي؛ اما د امریکا په وړاندي خو د دومره سپین سترګي جرأت هیڅکله نلري. او نه دا څوک منلی شي چې د امریکا د خوښی پرته دې دا کار وکړي.»

د مطلب په پای کې طالبانو پر امریکا غږ کړی، چې خپل رول نور «شکمن» نکړي او د کابل له چارواکو سره قاطع چلند وکړي «په کار ده چې امریکا خپل رول نور مشکوک نه کړي، په قاطعانه ډول د ارګ چارواکي د هغوی خپلي سپین سترګۍ ته متوجه کړي، کنه نو بیا به د سولې د تخریب او د هغه  ناوړه پایلو کې د امریکا او نړیوالي ټولني مسئولیت هم برابر شریک وي.»

د طالبانو  له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې اشرف غني د یو شمېر بندیانو په اړه د غربي هیوادونو د ملاحظاتو په نامه د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډولې او تر څنګ یې ادعاء کړې، چې د هغوی له خلاصون سره به اروپا او امریکا نشه يي توکي په سر واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وطن دوست

شرم درته په کار ده اوس بیا له باداره مرسته غواړی هیڅ مشکل نشته نه شرم او حیا لری.
تاسو که مسلمان یاست او افغانان یاست نو دی ملت ته نور جواب ورکړی د بادار امرونه پریږدی یو څوک چی په داسی جرمونو متهم وی باید ختم شی ته یی خلاصول غواړی ولی؟
راشی کینی مسلمان شی الله په وحدانیت وپیژنی او نور دا ملت مه وژنی.

pattang

نالت په خلقي ، پرچمي او افغان ملتي مذدور، دبازار رنډۍ شرم لري خو دا درې مذدوران نه !!

جميل

ای وطن دښمنه ! که په تاسو کی يو ذره ايمان ، حيا او همت وای خامخا به مو پر هغو لعنت ويلای چی خپل وطن(مور) ئی پنځوسو وحشی ځناورو ته و سپاره او هر ډول مصئونيت ئی ورکړ ويل هرڅه چی په کوی کوی يی . که مشرک ، يهود ، نصارا او منافق مونږ ته اسلام او وحدانيت راښولای اوس به يو مسلمان هم نه وای پاته . که ځانته مسلمان واياست يو واری خو د محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم او د هغه مبارک د اصحابو کرامو تاريخ ولولی پوه به سی چی ټوله مجاهد وه… نور لوستل »

احمدشاه

لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ

طوطی

ماته د ځینو مجاهد مشرانو خبری را یاد شوې چی روسانو ته به یی ویل: د کابل اداره دی مونږه واک بدون له قید او شرط وسپاری. اوس طالبان له امریکی غواړی چی همداسی وکړی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx