افغانستان

ننګرهار کې ۵ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې له طالبانو په نښته کې ۱۰ دولتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

شمشاد تلویزیون د یوې امنیتي سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې دا نښته تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په «نوکړخیلو ډنډو» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې طالبانو د دولتي عسکرو په پوستو بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، په دغه نښته کې ۵ دولتي عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره د نښتې په جریان کې د دولتي عسکرو ۲ عرادې ټانګونه سوځېدلي او ۲ عردې هاموې ټانګونه طالبانو له ځانونو سره بیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx