افغانستان

طالبانو د امریکا ددفاع وزارت وروستۍ ادعاوې رد او د «شومو اغراضو» لپاره کمپاین بللي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو د امریکا د دفاع وزارت وروستۍ ادعاوې رد کړي او هغه یې د «شومو اغراضو» لپاره کمپاین بللی دی.

تیره ورځ د امریکا دفاع وزارت د افغانستان په تړاو خپاره کړي راپور کې که څه هم په امریکايي ځواکونو د طالبانو د بریدونو کچه صفر ته راټیټه شوې بللې وه؛ خو ادعا یې کړې وه، چې طالبانو د القاعده جنګیالو په مرسته د کابل حکومت په عسکرو بریدونه زیات کړي، کومه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.

د طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د امریکا د دفاع وزارت ادعا ردولو ترڅنګ راغلي، چې طالبان د خپل «دښمن» په وړاندې پیاوړي دي او هیڅ بهرني جهت یا د کوم ګوند ملاتړ ته اړتیا نه لري.

طالبانو دغه راز خبرداری ورکړی، چې دا ډول «پاروونکي» راپورونه د سولې په اړه د امریکا په نیت افغانان لا زیات شکمن کړي، ځکه یې په امریکايي چارواکو غږ کړی د «تشو» افواهاتو په دام کې راګیر نه شي:

«امریکايي چارواکي، سیاسیون او بادرکه جهتونه باید د تشو افواهاتو په دام کې راګیر نشي او په امریکايي نظامي دستګاه کې د یوشمیر جنګ طلبه کړیو په غلطو راپورونو او ناسمو معلوماتو باندې تیر نه وځي.»

د خبرپاڼې په پای کې طالبانو یوځل بیا ټینګار کړی، چې د دوحې تړون مطابق لاسلیک کړو هوکړو ته ژمن دي او داچې تردې دمه یې خپل ژمنې په ښه ډول عملي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ؤ، چې امریکا له طالبانو سره ترسره کړو ژمنو ته متعده او د سولې تړون به عملي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx