افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: حکومت دې د سولې  فعالینو د ترور «وطن دښمنې» لړۍ ته خاتمه ورکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» په هیواد کې د سولې د هڅو پر فعالانو بریدونه غندلي او له حکومت يې غوښتې، چې دې وطن دښمنې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

کرزي دغه څرګندونې د سوله ییز فعال او د قاصد ستراتيژيکو څېړنو د مرکز د مشر «عبدالباقي امین» د ترور په غبرګون کې کړې.

نوموړي ویلي « داکټر عبدالباقي امین نه یوازې پر علمی څیړنو او فعالیتونو مصروف ؤ او په دې وروستیوکې یې د قاصد څیرنیز مرکز مشري هم په غاړه اخیستې وه، بلکه په هیواد کې دسولې او آرامی دبرقرارۍ لپاره یې هم هڅې کولې.»

کرزي   پر جیدو دیني عالمانو، نظر خاوندانو، علمي کدرونو او دسولې پر فعالانو باندې د بریدونه له امله اندېښنه ښودلې او پر حکومت یې غږ کړی چې دې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي « زه پر حکومت غږ کوم چې دهیواد د بچیانو د خوندیتابه او امنیت په برخه کې مسوولانه، جدي او عملي اقدامات تر سره کړي او دغې خطرناکې او وطن دښمنې لړۍ ته خاتمه ورکړي.»

عبدالباقي امین چې د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس او په سلام پوهنتون کې د ماسټرۍ د دورې استاد وو؛ د سولې په برخه کې يې هڅې کولې او په همدې لړ کې څو میاشتې وړاندې  دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته هم ورغلی وو.

نوموړی تېره ورځ په کابل ښار کې خپل کورته نږدې ترور کړل شو.

د عبدالباقي امین له ترور څو ساعته وروسته حکومت د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوه بل سوله ییز فعال «اسدالله کاکړ» کور بمبار کړ، چې له امله يې د کورنۍ ګڼو غړو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم حکومت وخت ناوخته په ورته پېښو ظاهري خواشیني ښيي؛ خو طالبان بیا د سولې پر فعالینو باندې بریدونه د حکومت کار بولي، چې ددوی په خبره حکومت له دې لارې غواړي « د سولې په اړه په کور دننه او بهر د خلکو ږغ خاموش کړي. د سولې مخه ونیسي، د بهرنیانو وتل وځنډوي، په جګړه کې د خپل نیمګړي واک بقا تضمین کړي.»

د سولې فعالین او د حکومت منتقدین داسې مهال تر بریدونو لاندې دي، چې حکومت د پاتې طالب بندیانو د خلاصون د لړۍ ځنډولو له امله له نیوکو سره مخ دی او تورن شوی، چې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره د طالب بندیانو د خلاصون مخه نیسي، تر څو د سولې پروسه وځنډېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x