نظــر

يوه کرغېړنه څېره او  بې خلتې فايرونه يې«لومړۍ برخه»

محمد ياسر حقپال

موږ د قيامت ورځ ته نږدې شوي يو ، ځکه مو واک د لکاع ابن لکاع ، او رويبضة خلکو په لاس کې دى، له يوه خوا په ملت ملنډې وهي، له بل پلوه يې وژني ، او له بل پلوه ورسره نمايشي جرګې کوي، هو بلکل داسې يو پست انسان سره مو د واک چارې دي ، چې نسب قوم يې معلوم ندى ، اوله کې راته غربيانو متفکر معرفي کولو ، خو وروسته يې .راته عملا وښودله چې موږ درته اعصاب خرابى ، ستاسو واقعي دښمن درمعرفي کړى ، ځکه چې غرب او استعمار تل همدا نخرې کړي او کوي.

غواړم چې د دې کرغېړنې څېرې په اړه ستاسو مخې ته مستدل او مستند دلايل کېږدم.

کرغېړنه څېره د اسلام په هېنداره کې:
موږ ته غربيانو د لوې فقيه په توګه را وپېژند خو سړى د دين په ابتدائي مواردو هم نه پوهېد ؛ حال دا چې اسلام موږ د دوستي او دښمني معيار مشخص کړى ، او راته يې ويلي دي چې د چا اسلام او دين ته ژمنتيا نه وه ، هېڅ د باور وړ نه دى، خو ﺯموږ ډېرو غرب پلوه او بلعم ابن باعور  رېښتېنو اولادونو په نوم علماوو ويل نه دا متفکر او د عمري عدالت راوړونکى ولسمشر دى ، حال دا چې هغه د عمر رضي الله عنه د رېښتېنو مقلد ښکاره دشمن وه، هغه توحيد نه پېژاند ، هغه حسن او حسين ته د خداي لمسيان ويل ، هغه ته نه د جناﺯې لمونځ ﺯده وه او نه يې پنځه وخته لمونځ کولاى شو ، د امام پسې هم اقتدا نشواى کولاى ، حتى کلمه طيبه چې د اسلام د دخول کنجي ده ډېر په سخته ويله ، هغې باندې يې هم هغه وخت ژبه عادي شوه ، چې کله ورته د دې ﺯورېدلي ولس د واک چارې ورسپارل کېدلې،د قرآن کريم له تلاوت څخه خو بلکل عاجز  وه، حتى د اخلاص سورت چې ﺯموږ درې کلن ماشوم يې ډېر په مد او شد وايې نشو لوستلى.

اسلام پکې بلکل نه وه ،خو د عمري او عثماني عدالت دعوې يې کولې.

ښځه يې راته لومړى شيخ الحديثه معرفي کوله خو ورسته له تلويﺯينونو سره په مرکو کې هغې په خپله اقرار وکړ چې نيمه عېسوې او نېمه مسلمانه ده ، چې دا دې څرګندونه کوي چې کافر ده ځکه په يوه لاس کې دوه هندوانې نه جمع کېږي، او نه تېاره او رڼا په يوه ﺯړه کې جمع کيږي. ، ځکه دوه متضاد افکار هېڅکه په يوه مغز کې نه جمع کيږي.

خو بې وقوفه غولېدلي ولس پرې غولېدلى وه ، ﺯموږ نا پوه مشرانو او سپېن ګېرو هم د دې ګل جان لېوني دفاع کوله او خپل ځوان او پوه قشر ته به يې دا د يو اسلامپال او هېوادپال شخصيت په توګه ورپېژانده.

خاطره !
د ټاکنو ورځ وه يوه سپين ګيري چې په ملا کړوپ روان وه ، ورته مې وويل باباجانه چېرې ځې ويل يې رايه ورکوم ، ما وويل چاته رايه ورکوې راته يې په لوړ غږ وويل ؛ بابا ته!!

ما ورته وويل بابا په اسلام جوړ نه دى او د هېواد دښمن دى مسلمان شخص ته رايه ورکړه ؛ راته غوسه شو او سخت يې تهديد کړم ، نو دا له هغه بابا سره ﺯما خاطره وه ،همدا ډول د ټاکنو په ورځ ډېرو ملايانو او قاريانو هم اشرف غني ته کمپاين او رايه يې ورکوله خو ما به منعه کول، خو هغوې دومره غولېدلي وه چې هېڅ د حق خبرې پرې تاثير نه کاوه.

ډېرو به ويل افغانستان کې اسلام هسې هم څوک نه راولي وطن خو به جوړ کړي ، په ډېر وياړ مې ويل اسلام مې سور خط دى او هېڅکله ترې نشم تېريدلاى ، د چا چې اسلام وشړيد نو دهغه هر څه شړيدلي دي.

هماغه شو چې شعارونه يې عملا نقيض ثابت شول:
دولت ساﺯ يې شعار وه خو دولت يې جوړ نکړ او تابوت ساﺯ شو ځکه د هېواد بيچاره سرتېري ، متنفذين سوله غوښتونکي او د ولس رېښتيني استاﺫي علماء مشران او نوې کدري ځوانان يا د ارګ د مليشو لخوا په مستقيم ډول شهېدان شول او يا هم د ده پواسطه په مرموﺯ ډول شهېدان شول ، او له دې څخه لوې هدف يې د حق انګېزه خپ کول وه.

کرغېړنه څېره او اقتصادي پراختيا:
د ده لومړى شعار اقتصاد او بيارغاونه وه ؛ چې هغه هم نقيض ثابت شوه ، ده چې کومې ډوﺯې په (2015) پنځلس او بيا په (2019)کې کړې وې هغه کاملا دروغ وې.

ډوﺯو ته يو نظر وکړئ!!!
افغانستان به منځنې او ختېځې اسيا د وصل پول وي ، د کار پېدا کولو فرصتونه به پېدا کړي ، افغانستان به غني کړي ، هواې دهليز به جوړ کړي ، پاټلې به جوړې کړي ، د ټاپي پروژه به شروع شي ، افغانستان به صادراتي هېواد وي نه وارداتي….. او ديته ورته نورې ډوﺯې کاملا دروغ شوي.

د هېواد ﺯراعتي محصولات کاملا په هېواد کې وراسته شول ؛ حتى د فراه خلکو په خپلو حاصلاتو د قهر څخه موټر وخېژول او هغه يې په عام محضر کې پيمال کړي.

د قندهار انار وراسته شول، د اوبو د نشتون له کبله مو ﺯياتې ﺯراعتي ځمکې شاړې شوې.
ملت ته د کار فرصتونه ورک شول ، حتى ډېرو ځوانانو مو د کار د نشتون له کبله ځان وکړه ، ملت څخه نور هم حکومت شوکې شروع کړې د موبايل کارت د پنځو روپو وهل چې دا ښکاره شوکه او غلا ده ، د ټکسونو مالياتو لوړول دا يې بله نادوده ده.

د حامد کرﺯي په وخت کې جوړو داخلي فابريکو د امنيت او بريښنا نشتون او ﺯياتو مالياتو د ورکړې د نه توان په سبب هم خپل کارونه بند کړل ، تجارانو سرمايه دارانو سرمايه ګذاري بنده کړه؛ او د هېواده تېختې ته مجبور شول.

د هېواد په داخل کې مو د ټېټ اقتصاد او بېکارې له وجهې د ځان وژنې ، اختطاف ، سرقت ، او نورو جنايې جرمونو ګراف څو برابره پورته شو.
د جوماتونو مخې مو د سوالګرو له کبله ډکې شوې.

فقط د مړو تابوتونو او کفنونو د خرڅلاوه ، باﺯار د هېواد په ګوډ ګوډ کې پرمختګ وکړ ، نجارانو د تعميراتي موادو کړکېو، درواﺯو پر ځاى د تابوتونو جوړولو ته مخه کړه او د هغوې کار مخ ته ولاړ او بس.
دا د غني اقتصادي پراختيا وه ، چې په دې برخه کې د ﺯياتو ژمنو ټټر ډباوه.

نوربيا….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx